افغانستان

یونېسف: تر ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې له ۱۲ میلیونو ډېر ماشومان مرستو ته اړتیا لري

انځور له آرشیف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، په ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې نږدې ۲۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د یونیسف د معلوماتو له مخې په دغو اړمنو کسانو کې ۱۲.۴ میلیونه ماشومان دي.

یونېسف ویلي دي چې په افغانستان کې د اړتیا د بدلېدو عوامل چې په هغو کې شخړې، اقتصادي ستونزې، د اقلیم د بدلون له امله رامنځ ته شوي ټکانونه او د بشري فعالیتونو پر وړاندې خنډونه شامل دي، په دغه هېواد کې د بشردوستانه وضعیت کم رنګه کړى دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق په راپور کې زیاته کړې، چې ماشومان په افغانستان کې د بې ساري او پېچلي کړکېچ له ډېرو سختو پایلو سره مخ دي.

د راپور له مخې، سیاسي بدلونونه، تکراري ناورینونه لکه سېلابونه، د ځمکې ښویدنې، وچکالۍ او زلزلې، د اقلیم د بدلون منفي اغېزې او د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو زیاتوالي د کورنیو په کچه د خوندیتوب خطرونه او بشري اړتیاوې زیاتې کړي دي.

دوی وايي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې په ټولو برخو کې بشري اړتیاوې پراخې شوې دي.

یونېسف زیاتوي چې هغه محدودیتونه چې په افغاني ټولنه کې ښځې او نجونې اغېزمنوي په راتلونکې باندې هم ژورې اغېزې کوي.

د دغه بنسټ په راپور کې راغلي: «د ښځو او نجونو حقونه او آزادۍ لا هم محدودې دي او د کار زمینه هم د خنډونو او ننګونو له زیاتېدو سره کوچنۍ شوې ده. «لکه څنګه چې وضعیت خرابېږي، دا اړینه ده چې یونېسف خپل فعالیت او خدمتونو ته دوام ورکړي.»

د راپور له مخې، بنسټیز خدمتونه د ژوند د دوام او د ماشومانو د وضعیت د لا خرابېو د مخنیوي لپاره مهم دي.

راپور وايي چې د پانګونې نشتوالی، په ځانګړې توګه د اوبو او روغتیا ساتنې په سکتور کې، د لوړ بشري اړتیاو لامل شوی او د ټولنې د پیاوړتیا او د اقلیم او اقتصادي شاکونو په وړاندې د مقاومت د بېرته ترلاسه کولو مخه نیسي.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې ویلي چې د ١٠.٣ ميلیونه ماشومانو په ګډون ١٠ ميلیونه خلکو ته د بشري مرستو او لومړني بشري اړتیاو چمتو کولو لپاره په بېړنۍ توګه ١.٣ ميلیارد ډالرو ته اړتیا لري.