نړۍ

سرګي لاوروف: اورشینیک توغندی د روسیې د «ستراتیژیکې ماتې» د مخنیوي لپاره کارول شوی

سرګي لاوروف ، د روسيې د بهرنیوچارو وزیر

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، د اورشینیک منځني واټن ویشتونکي بالستیک توغندي کارول د روسیې د «ستراتیژیکې ماتې» د مخنیوي لپاره ترسره شوي دي.

هغه له یوه امریکايي خبریال ټکر کارلسن سره په مرکه کې ویلي، چې لوېدیځو هېوادونو کییف ته اوږد واټن ویشتونکي توغندي ورکړي دي، دوی باید پوه شي چې روسیه به له هرې لارې کار واخلي، څو په ستراتیژیکي پلوه د روسیې د ماتې مخنيوي وکړي.

لاوروف زیاته کړه: «له همدې امله، هغه پیغام چې موږ غوښتل د دې الټراسونیک سیسټم اصلي ازموینې سره يې واستوو دا دی چې موږ د خپلو مشروع ګټو څخه د دفاع لپاره هر کار کولو ته چمتو یو.»

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د نومبر په ۲۱مه وويل، چې امريکايي او برېټانيوي توغنديو د روسيې په کورسک او برانسک کې سيمې په نښه کړې دي.

د پوتین په وینا د دغو بریدونو په ځواب کې روسیې د اوکراین د دفاعي صنعت تاسیسات د اورشینیک منځني واټن ویشتونکو توغندیو په وسیله په نښه کړل.

د روسیې ولسمشر ټینګار وکړ، که جګړه نوره هم وغځېږي، لوېدیځ به له ناوړه پایلو سره مخ شي.