د ناروې د بهرنیو چارو وزیر سپن بارت ایډه وايي، طالبانو ته په واضح ډول ویل شوي چې په اوسلو کې د دوی د نوي سفیر منل “ناممکنه” دي.
هغه ویلي دي چې له افغانستان سره به د ناروې اړیکې او تعامل دوام ولري؛ خو خبرداری یې ورکړی چې دیپلوماتیکې اړیکې به کمې شي.
د ناروې د بهرنیو چارو د وزیر دا غبرګون په داسې حال کې دی، چې طالبانو په دې وروستیو کې د افغان نجونو او ښځو پرمخ طبي انستیتیوتونه تړلي دي.
د طالبانو دغه حکم په هېواد کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د دوی د سختو بندیزونو یوه برخه ده چې له سختو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې هېواد یې تل په ښکاره ټینګار کړی چې طالبان باید بشري حقونو ته په ځانګړې توګه اوس چې د هېواد د ادارې مشري په غاړه لري، درناوی وکړي.
هغه زیاته کړه: «په وروستیو کلونو کې، ډیر محدودیتونه لګول شوي چې په ځانګړې توګه افغان میرمنې او نجونې په نښه کوي. په همدې خاطر ناروي ډیپلوماټیکې اړیکې کموي.»
د روان زيږديز کال په پیل کې طالبانو په اوسلو کې د افغانستان د سفارت د پخوانیو ډیپلوماټيکي خدمتونه لغوه کړل.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې اوس به له افغانستان سره ډیپلوماټیکې اړیکې محدودوي او څرګنده یې کړه چې د طالبانو له خوا د غوښتنې په صورت کې به په اوسلو کې د نوي سفیر له استولو سره موافقه ونه کړي.
دغه وزارت د ښاغلي بارټ ايده په حواله ویلي چې ناروې د نړیوالو قوانینو درناوی کوي او ترې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د اصلي ستنې په توګه دفاع کوي.
دغه وزارت ټینګار کړی چې د نړیوالو قوانینو له مخې ناروې کولای شي د نوي افغان سفیر له منلو ډډه وکړي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي چې هڅه کوي داسې یوه حل لاره ومومي چې په ناروې، ډنمارک او آیسلنډ کې د افغانانو قونسلي اړتیاوې او نورې چارې چې سفارت یې معمولاً ترسره کوي، پوره کړي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیر وویل:« دا عمل په افغانستان کې د سیاسي پرمختګونو پایله ده، نه زموږ په سیاسي دریځ کې بدلون. موږ به له هغو کسانو سره چې په اصل کې په افغانستان کې واک لري، اړيکو ته دوام ورکړو، خو په اوسلو کې د یوه سفیر د منلو له لارې نه.»
د هغه په وینا اړيکې یوازینۍ لار ده، چې اوسلو کولای شي له طالبانو سره پرې حساب-کتاب وکړي.