د جرمني پخوانۍ لومړۍ وزیره انګېلا مېرکل وايي بهرني حکومتونه په افغانستان د قانون د حاکمیت د ښځو د حقونو د تأمین په ګډون په خپلو ټولو اهدافو کې “تقریبا” ناکام شوي دي.
نوموړې په افغانستان کې د جرمني شل کلن حضور ته په اشارې ويلي، داسې د «توجيه وړ هیله» موجوده وه چې پوځې ښکېلتيا به کولاى شي په افغانستان کې د تروریستي بریدونو د پلانولو مخنيوى وکړي.
مېرمن مېرکل د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د بوندستاګ څېړنيزې کمېټې ته شاهدي ورکړه.
د هغې په وينا، د افغانستان د لوېديځو متحدينو له خوا د فرهنګي تفاهم نشتوالى، اداري فساد او د نشه يي توکو قاچاق د دغو ناکاميو له لاملونو څخه وو.
د بونډيسټاګ څېړنيزه کمېټه د بهرنیو لوبغاړو سره د اړیکو په ګډون د آلمان د حکومت او استخباراتي خدمتونو د پریکړې کولو طرزالعملونه او کړنې څېړي.
دغه کمېټه د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې جوړه شوې وه او باید د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په میاشت کې د دې تقنیني دورې له پای ته رسېدو مخکې خپل وروستی راپور وړاندې کړي.
د مېرکل د دورې د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس او د پراختیا وزیر ګرډ مولر د وروستیو چارواکو په ډله کې وو چې تر پوښتنو لاندې دي.
تر دې مخکې ښاغلي ماس ویلي و چې له مقاومت پرته د افغانستان پلازمېنې کابل ته د طالبانو د ننوتو لپاره دا ډول سناریو د زغم وړ نه ده.
ماس د بونډسټاګ څېړنيزې کمېټې ته وویل: «په حکومت کې همکاري خورا رڼه او هر اړخېزه وه.»
هغه زیاته کړه چې آلمان هڅه کوي چې له وضعیت څخه غوره ګټه پورته کړي. د ماس په وينا، هغو افغان کارګرانو ته چې د طالبانو له غچ اخیستو وېره لري، د ویزو ورکول په ښه توګه مدیریت کېدلى شو.
هغه وویل: «که چیرې تړون ژر شوی وای نو ډیری خلک به ډیر ژر وتلي وای.»
جرمني تر خپل ۲۰ کلن پوځي حضور وروسته په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د ناټو ځواکونو د وتلو سره په ورته وخت ووت.