افغانستان

ایراني چارواکي: د افغان کډوالو د ماشومانو د نوملیکنې لپاره د ایراني ښوونځیو ظرفیت بشپړ شوی

د ایران د بهرنیو اتباعو د مرکز مشر نادر یاراحمدي وايي، په دغه هېواد کې د بهرنیو اتباعو د نوملیکنې لپاره د ښوونځیو ظرفیت بشپړ شوی دی.

ښاغلي یاراحمدي چې د پنجشنبې په ورځ یې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېسيون د دفتر له مشرې تاکاشیما سره وکتل، د افغان زده کړيالانو د مجازي زده کړو د پلان د پلي کولو لپاره يې د مجازي زده کړو وسایلو لکه موبایل ټېلېفونونو او ټابلیټونو د ترلاسه کولو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو د مرکز مشر ویلي چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو مالي مرستې باید کمې نه شي.

تاکاشیما د مجازی زده کړې د پلان د ستاينې او ملاتړ کولو پرمهال وویل: «د دې په پام کې نیولو سره چې دوه اړخېزه همکاري د کډوالو په ملاتړ کې اغېزمنه کېدای شي، راځئ چې په بېلابېلو برخو کې د ځانګړو مسٸلو لپاره د متخصص ټیمونو سره ناستې تنظیم کړو.»

د افغان کډوالو یوه لویه برخه له څلورو لسیزو راهیسې په ایران او پاکستان کې اوسېږي چې تل له ستونزو سره مخ دي.

ایران او پاکستان له دوو کلونو راهیسې پلان لري چې له خپلو هېوادونو څخه بې اسناده کډوال وباسي.

په ایران کې تعلیمي او کاري مرکزونو ته نه لاس رسی په ایران کې د افغان کډوالو یوه له سترو ننګونو څخه ده.