افغانستان

سرچینې: د رسنیو او بهرنیو بنسټونو فعالیت په کندهار کې د طالبانو د کابینې د ناستې یو محور دی

د طالبانو بیرغ، انځور له رویټرز

باخبره سرچینو آمو ته ویلي، چې د طالبانو د کابینې غونډه پرون چهارشنبه په کندهار کې پیل شوه او نن پنجشنبه یې دوام وکړ. د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د طالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون کې د ژونديو موجوداتو د انځور د منع کولو ته په پام او د ځينو بهرنيو بنسټونو د فعاليتونو په اړه د رسنيو د کار څرنګوالي په اړه خبرې کېږي.

سرچینې ټینګار کوي چې غونډه د تړلو دروازو تر شا او په خورا محرمیت کې ترسره شوه او ګډونوالو ته آن له ګرځنده ټلېفونونو سره د ننوتو اجازه نه ده ورکړل شوې.

سرچینه زیاتوي، چې په دې ناسته کې د طالبانو د رٸيس الوزراء سیاسي مرستیال عبدالکبیر او یو شمېر طالب وزیران ګډون لري.

د افغانستان د نجات لار شورا مشر سید اکبر آغا وايي: «تر کومه ځایه چې زه پوهیږم، زما په آند د دوی اجنډا د عادي اجنډا په څېر ده، دوی هم هماغه خبرې کوي، زه فکر نه کوم چې کومه نوې خبره وي. لکه د زده کړو مسٸله چې باید پرې پرېکړه وشي.»

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د طالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون کې د ژونديو موجوداتو د انځور د ممنوعيت له مخې د رسنيو د فعاليتونو لاره او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ځينو بهرنيو بنسټونو فعاليتونه د طالبانو د کابینې د غونډې مهم موضوعاتو څخه وو.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان وايي، د طالبانو د کابینې غونډې یوازې د خپل واک د ټینګولو لپاره دي. په دې غونډو کې د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو وضعیت ته پام نه کیږي.

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت د شبکې مشره ترنم سعیدي وايي: « په کندهار کې د طالبانو د کابینې غونډې په داسې حال کې چې د ښځو او نجونو حقونه ورځ تر بلې محدودیږي او د ښځو او نجونو پر وړاندې لا زیات بنديزونه او محدودیتونه وضع کېدل د دې ډلې د هغو هڅو نښه ده چې په هېواد کې خپل واک او کنټرول رامینځته کړي.»

واک ته د طالبانو له راتګ سره، په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو مشر کم ډېر کم کابل ته راغلى دى. په دغه موده کې لږ او زيات دوه ځله کابل ته راغلى دى.

نوموړی په کندهار کې دی او له کندهار څخه چې د طالبانو د واک مرکز بلل کېږي، د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان رهبري کوي.

سرچينې همداراز وايي، چې د طالبانو د کابينې غونډې سره په ورته وخت کې کندهار هم پوځي بڼه خپله کړې ده.