طالبانو په یوه خبرپاڼه کې په کابل کې د آرزو ټلوېزیون د تړلو د پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي چې دا پرېکړه یې د اسلامي ارزښتونو د ساتنې، له رسنیو د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي او د ټولنیز نظم د ټینګښت په موخه کړې ده.
دغه وزارت ادعا کړې، چې تر اوږد مهاله څېړنو وروسته معلومه شوه، چې ځینو کسانو د آرزو ټلوېزیون له نوم، ودانۍ او مقام څخه په ناوړه ګټه اخیستو سره «غیر رسمي کسان» ګومارلي دي.
د طالبانو په وینا، دغو کسانو په جلاوطنۍ کې د رسنیو په مالي ملاتړ د اسلامي اصولو او افغاني دودونو خلاف سریالونه او پروګرامونه دوبله او خپاره کړي وو.
په دغه خبرپاڼه کې له ټولو رسنیو غوښتل شوي چې د خپلو فعالیتونو پر مهال «اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو او ټولنیزو اخلاقو درناوي ته لومړیتوب ورکړي او د یوې سالمې او هوسا ټولنې د جوړولو لپاره هڅې وکړي».
آرزو ټلوېزيون بندېدل
د افغانستان د خبریالانو مرکز د چهارشنبه په ورځ په یوه خبرپاڼه کې تایید کړه چې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان استخباراتو او د امربالمعروف رياست په کابل کې د آرزو ټلوېزیون پر دفتر چاپه وهلې، اووه کارکوونکي یې نیولي او دغه ټلوېزيون یې تړلی دی.
د دغه سازمان په وینا، په هغه سټېکر کې چې د آرزو ټلوېزيون د دفتر په دروازه کې د طالبانو له خوا نصب شوی، لیکل شوي چې دغه ټلوېزيون «د غیر اخلاقي او مبتذلو خپرونو له امله تر امرثانې پورې تړل شوی دی».
د افغانستان د خبریالانو مرکز د سرچینو په حواله ویلي، چې طالبانو د دغه ټلوېزیون له کارکوونکو څو ساعته پوښتنې ګروېږنې کړې دي.
یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې طالبانو د ټلوېزيون یو ساتونکی وواهه او د کارکوونکو موبايلونه یې هم چک کړل.
دغې سرچینې وویل: «د استخباراتو او امربالمعروف کارکوونکو د ماسپښین تر ۳ بجو پورې د آرزو ټلوېزيون د دفتر د تالاشۍ او د کارکوونکو د پلټنې بهیر ته دوام ورکړ او بیا یې د کابل د دفتر د رییس امان الله عظیمي او خالد بارکزي په ګډون اووه تنه کارکوونکي ونیول. د خپرونې چلوونکی امیرحسین اتریان، پروډیوسر او ډایرکټر، ظهیر، د تولیداتو د څانګې مدیر، سمیع، هارون او بکتاش د تلویزیون د تولید څانګې کارکوونکي نیولي او د دفتر کمپیوټرونه یې له ځانه سره وړي دي.»
آرزو تلویزیون د ۲۰۰۵ کال د تلې په پیل کې د بلخ ولایت په مزارشریف کې پرانستل شو.
دغه ټلوېزیون بیا د ۱۳۸۸ هجري لمریز کال د مرغومې د میاشتې په پیل کې په کابل کې خپل دفتر پرانیست چې د خبرونو د چمتو کولو او خپرولو لپاره یې ځانګړې سټوډیو او د منځپانګې د تولید او دوبله کولو برخه درلوده چې په هغې کې د «د ځنګلي ژوند مستند راپورونه» او د ترکيې جوړشوي «اسلامي سيريالونه» فارسي ته دوبله او خپرېدل.
په رسنیو باندې د طالبانو مخ په زیاتېدونکي محدوديتونه
طالبانو له تېرو درېیو کلونو راهیسې پر رسنیو سخت بندیزونه لګولي دي. طالبانو په خپل وروستي اقدام کې د کندهار، هلمند، تخار، بادغیس او ننګرهار په ګډون په شپږو ولایتونو کې د ژونديو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز لګولی دی.
طالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر تر سرليك لاندې په خپل نوي قانون کې چې د زمري په میاشت کې خپور شو، په ژوندیو سياسي خپرونو بندیز اعلان کړ.
د بې پولې خبريالانو د نوي راپور پر بنسټ، افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د ۱۸۰ هېوادونو په کتار کې ۱۷۸ ځای خپل کړی دی.
تر دې مخکې د بیان د ازادۍ کور د ټلوېزیون د نړیوالې ورځې په مناسبت خبر ورکړی و، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته تر ۳۰۰ زیاتو رسنیو، چې یو مهال د اطلاعاتو اصلي سرچینه بلل کېده، خپل فعالیتونه بند کړي دي.
تېره اونۍ ملګرو ملتونو په یوه راپور کې له طالبانو غوښتي وو چې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د خوندیتوب او ازادۍ تضمين وکړي.
ملګرو ملتونو په دې راپور کې د مخ پر زیاتېدونکو محدودیتونو په اړه هم چې سانسور، ګواښ او معلوماتو ته د لاسرسي محدودیتونو په اړه، خبرداری ورکړی دى.
غبرګونونه
د طالبانو د استخباراتو او امربالمعروف ریاست له خوا د آرزو ټلوېزیون د دروازو له تړلو او د رسنیو د شپږو خبریالانو او کارکوونکو له نیول کېدو وروسته، د بيان د آزادي کور له طالبانو غوښتي چې د رسنیو پر وړاندې له زور زیاتي او پر خبریالانو د فشار راوړلو لاس واخلي.
په دې خبرپاڼه کې له نړیوالې ټولنې او هېوادونو همداراز غوښتل شوي چې د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو د پرله پسې سرغړونو له امله پر طالبانو فشار راوړي او د افغان خبریالانو او رسنیو «اغېزمن ملاتړ» وکړي.
له بلې خوا د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې له یوناما او د رسنیو له ملاتړو نړیوالو بنسټونو غوښتل شوي چې د آرزو ټلوېزیون د خبریالانو او کارکوونکو د خلاصون په برخه کې جدي اقدامات وکړي.