د افغانستان د پياوړو ښځو ټولنې چې مشري يې د ښځو د حقونو فعاله نویده خراساني کوي پر نړۍ، د بشري حقونو پر فعالانو او پر افغانانو غږ کړی چې د طالبانو پر ضد دې اقدام وکړي او د هېواد له خلکو سره دې ودرېږي.
د ښځو دغه ډله، چې په کابل کې په یوه بند ځای کې راټولې شوې دي، په یوه خبرپاڼه کې وايي: «درد هډوکو ته رسېدلی او ځواب يې پاڅون دی.»
دغو اعتراض کوونکو ښځو نړۍ ته په خطاب کې:« مه چوپ کېږئ، اقدام وکړئ!» شعار ورکړى.
د افغانستان د پياوړو ښځو ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې اعتراضي غونډې موخه د نړیوالې ټولنې پام ځان ته اړول او د هېوادونو هڅول دي چې د طالبانو پر ضد عملي اقدام وکړي.
دغه ښځې نړۍ ته وايي: «راځئ چې د دې بې عدالتۍ پر وړاندې په یو غږ ودرېږو. أه موږ سره یوځای شئ او د طالبانو د له منځه وړلو او په افغانستان کې د آزادۍ او عدالت د بیا ترلاسه کولو لپاره اقدام وکړئ.»
د طالبانو د واکمنۍ په سیوري کې د ښځو د حقونو وضعیت
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر په دې وروستیو کې د هېواد په روغتيايي علومو انسټيټيوټونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
سرچینو آمو ته ویلي چې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د روغتیايي بنسټونو له مسوولینو سره په لیدنه کې اعلان وکړ چې له دې وروسته به په دغو ښوونیزو موسسو کې نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې په پوهنتونونو کې پر نجونو د زده کړو له بندیز وروسته ډېرو نجونو په طبي موسسو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکاوه. له دې نوي فرمان سره له افغان نجونو څخه په طبي څانګو کې د زده کړو د دوام وروستی فرصت هم واخيست.
له درېیو کلونو راهیسې، طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځي ته له تلو منع کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابلو له سخت کمښت سره مخ دی.