افغانستان

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام د فعالیتونو لپاره ۱۵ میلیونه یورو مرسته وکړه

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې اروپايي ټولنې په افغانستان کې د دې سازمان له فعالیتونو لپاره ۱۵ میلیونه یورو چې د ۱۵،۸ میلیون ډالرو معادل کېږي، مرسته وکړه.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې مرستو موخه د اقليمي بدلون د بحران د اغېزو پر وړاندې د ټولنو پياوړي کول او ملاتړ دى.

د دې خبرپاڼې له مخې، په کابل کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار ويلي، په داسې حال کې چې دغه اتحادیه د افغانستان له خلکو سره مرستو ته ژمنه ده؛ خو د اقلیم د بدلون اغېزې د داخلي بې ځایه شویو او کډوالو د ملاتړ لپاره د افغانستان ظرفیت کم کړی دی.

د یادونې وړ ده چې اروپايي ټولنې له ۲۰۲۲ کال راهیسې له افغانستان سره د خوړو نړیوال پروګرام د مقاومت له پروګرام سره ۸۵،۱ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په دې مرسته به په هېواد کې د هغو ټولنو لپاره کوچنۍ زیربناووې جوړې کړي چې د اوبو لګولو د کانالونو، بندونو او محافظتي دېوالونو له لارې به د سېلابونو او د اقلیم د بدلون له اغېزو سره په مبارزه کې مرسته وکړي.

د خوړو د نړیوال پروګرام مرستیال، هارالډ مانهارټ وویل، «دا پروژې د دې لپاره ډېرې مهمې دي چې ټولنې دې ته چمتو کړي چې په خپلو پښو ودرېږي، د خپلو کورنیو خواړه برابر کړي او په بشري مرستو باندې د کورنیو تکيه کمه کړي.»

په افغانستان کې بشري وضعیت

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو درېیو کلونو کې د هېواد بشري او اقتصادي وضعیت تل د خرابېدو په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام د لړم د میاشتې راپور کې ویلي و چې افغانستان د نړۍ له هغو ۲۲ هېوادونو څخه دی چې د لوږې له بحران سره مخ دی او په دغه هېواد کې ۱۲.۴ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د ناوندیتوب په کچه کې دي.

د دغه سازمان په وینا ډېری افغان اتباع نه پوهېږي چې خپل راتلونکی خواړه څنګه ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې دغه سازمان زیاتوي، چې په افغانستان کې له هرو څلورو کورنیو څخه درې یې د کافي خوړو د برابرولو لپاره پیسې یا خوراکي توکي په پور اخیستي، چې په کلیوالو سیمو کې ډېر دي او له هرو پنځو کورنیو څخه څلور یې پوروړې دي.

دغه سازمان په دغه راپور کې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د خوراکي توکو د برابرولو په موخه د کورنیو اوسط پور ۳۸ زره ۲۰۰ افغانۍ دی، چې معادل يې ۵۶۰ ډالره دی.