افغانستان

طالبانو په ميدان وردګو کې یو کس په درو وواهه

طالبانو د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې یو کس د غلا په تور په درو وواهه.

د طالبانو تر ادارې لاندې سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کس «۳۲ درې» وهل شوی او په درې کاله بند محکوم شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه کس د مجازاتو پر مهال د طالبانو يو شمېر سيمه ييزو قضايي چارواکو، د جلرېز ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال، د دوى تر ادارې لاندې د بېلابېلو سيمه ييزو دفترونو مسوولينو او ځايي اوسېدونکو حضور درلود.

طالبان وايي، دغه سزا د دوی تر ادارې لاندې د سترې محکمې له تصویب وروسته عملي شوې ده.

په تېره میاشت کې د درو وهلو احصایې

په وروستیو میاشتو کې طالبانو د خلکو د سترګو په وړاندې د تورنو کسانو د درو وهلو سزا زیاته کړې ده. د لړم مياشتې له پيل څخه تر اوسه پورې د دغه يو تن په ګډون ١٢۴ تنه چې ١٨ يې ښځې وې بېلابېلو ولايتونو کې او په بېلابېلو تورنو په دُرو وهلي دي.

د يادونې وړ ده، چې په جوزجان او خوست ولايتونو کې د طالبانو له لوري د درو وهلو تر ټولو زياتې سزاوې ثبت شوې، چې په جوزجان کې د مجازاتو ٢٢ او په خوست کې ٢۵ پېښې ثبت شوې دي.

د طالبانو لخوا په عام محضر کې د درو وهلو او نورو جسمي مجازاتو پلي کول له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي. د بشري حقونو سازمانونه دغه اقدامات د بشري حقونو او انساني کرامت خلاف عمل بولي او د دې مجازاتو د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه کوي.