د بیان ازادۍ کور د طالبانو د استخباراتو او امربالمعروف ریاست له خوا د آرزو ټلوېزیون د تړلو او د دغې رسنۍ د شپږو خبریالانو او کارکوونکو د نیول کېدو په تړاو په یوه خبرپاڼه کې له هغوی غوښتي چې « د رسنیو د ځپلو او پر خبریالانو د فشار راوړلو څخه لاس واخلي. »
په دې خبرپاڼه کې له نړیوالې ټولنې او هېوادونو هم غوښتل شوي چې د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو د پرله پسې سرغړونو له امله طالبان تر فشار لاندې راولي او د افغان خبریالانو او رسنیو «اغېزمن ملاتړ» وکړي.
له بلې خوا د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې له یوناما او د رسنیو له ملاتړو نړیوالو بنسټونو غوښتل شوي چې د آرزو ټلوېزیون د خبریالانو او کارکوونکو د خلاصون په برخه کې جدي اقدامات وکړي.
پر آرزو ټلوېزیون د طالبانو برید
د دغه بنسټ په وینا، د طالبانو استخباراتو او د امربالمعروف محتسبينو د آرزو ټلوېزیون آرشیف په «بشپړ ډول» پلټلى کړي او د دغو رسنیو د خبریالانو او کارکوونکو ګرځنده ټلېفونونه یې څارلي دي.
تر دې مخکې یوې باخبرې سرچینې آمو ته تایید کړې وه چې د طالبانو استخباراتو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د آرزو ټلوېزیون پر دفتر چاپه وهلې او د دغې رسنۍ څلور کارکوونکي یې نیولي دي. خو د بیان د آزادۍ کور وايي چې د دې رسنیو د نیول شویو خبریالانو او کارکوونکو شمېر شپږ تنه دی.
سرچينو د طالبانو د دغه اقدام د لامل په اړه څه ونه ويل.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.