رویټرز خبري اژانس د یوې باخبرې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپلې لوړې له مراسمو مخکې په غزه کې د اوربند غوښتونه کوي.
سرچینې ویلي چې ښاغلي ټرمپ د منځني ختیځ په چارو کې خپل ټاکل شوی ځانګړی استازی سټیو ویټکاف چې په رسمي توګه به په د ده تر واک لاندې اداره کې به دا مقام په غاړه ولري، د روانې میاشتې (نومبر) په وروستیو کې منځني ختیځ ته واستاوه.
سرچينه زياتوي، چې ښاغلي ويټکاف د دغه سفر په ترڅ کې د اسراٸيلو له لومړي وزير بنيامين نتانياهو او د قطر له لومړي وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره جلا جلا کتنې درلودې.
د دې سفر موخه په غزه کې اوربند ته د رسېدو او د اسراٸيلي یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په اړه هوکړه بلل شوې ده.
راپور وايي، دغه ناستې ښيي چې قطر تېره میاشت د یوه مهم هېواد په توګه د خپل رول له ځنډولو وروسته د غزې په جګړه کې منځګړیتوب بیا پیل کړی دی.
سرچينې زياته کړې، چې د حماس مرکچيان به ډېر ژر د نورو خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ شي.
دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې د حماس پر ضد د اسراٸيلو د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه څه باندې ۴۳ زره کسان وژل شوي، زرګونه نور ټپیان شوي او سلګونه زره نور بې ځایه شوي دي.