د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو د وروستي فرمان په غبرګون کې ویلي چې د طبي زده کړو په انسټيټيوټونو کې ښځې او نجونې له زده کړې منع کول په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو » روغتیا او ژوند ګواښي.»
ياده کمېټه همداراز وايي چې د طالبانو دغه فرمان په هېواد کې روغتيايي خدمتونو ته د ښځو د لاسرسي په برخه کې يوه «ويجاړونکې ماتې» ده.
نوموړې کمېټې په یوه خبرپاڼه کې ويلي،«دا پرېکړه ژوره اندېښمنونکې ده، په ځانګړې توګه د افغانستان کلتوري نورمونو ته په پام سره چې د نارینه ډاکټران لخوا د ښځو درملنه محدودوي. د روغتیا په برخه کې د ښځینه متخصصینو له زیاتې روزنې پرته، د نسایي او ولادي څانګې کې د ډاکټرانو، نرسانو او ښځینه کارکوونکو کمښت به د میندو وضعیت لاپسې خراب کړي او د بې شمېره ښځو او ماشومانو روغتیا او ژوند به له ګواښ سره مخ کړي.»
دغه کمېټه دې ته په اشارې سره چې په افغانستان کې د ميندو روغتيايي لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ دي، زياتوي چې په افغانستان کې د ميندو د مړينې کچه لا هم په نړۍ کې تر ټولو لوړه ده. د ملګرو ملتونو وروستی اټکل دا دی چې په هرو ١٠٠زرو ژوندیو زیږونونو کې له ٦٠٠ څخه ډیرې میرمنې مړه کیږي چې د نړۍ د منځنۍ کچې څخه نږدې درې برابره لوړه ده.
خبرپاڼه زیاتوي، «د نوي نسل د روزل شویو ښځینه متخصصينو پرته، به ښځې او ماشومان روغتیايي پاملرنې په برخه کې له زیاتو خنډونو سره مخ شي، چې د مخنیوي وړ مړینې او د عامې روغتیا په برخه کې د سختو لاسته راوړنو د سرچپه کېدو لامل کیږي.»
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان مېرمنو د ملاتړ او د روغتیا په برخه کې د هغوی د اساسي رول لپاره لارې چارې ومومي.
د بنديزونو وضع کول
آمو ته باخبره سرچینو لا دمخه تایید کړې چې د طالبانو مشر په یوه نوي فرمان کې ټول طبي او نيمه عالي زده کړو انسټيټيوټونه د نجونو پر مخ وتړل.
د سرچینو په وینا، د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د روغتیايي بنسټونو له مسوولینو سره په کتنه کې اعلان وکړ چې له دې وروسته به په دغو ښوونیزو موسسو کې نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې په پوهنتونونو کې پر نجونو د زده کړو له بندیز وروسته ډېرو یې په طبي موسسو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکاوه. له دې نوي فرمان سره له افغان نجونو څخه په طبي څانګو کې د زده کړو د دوام وروستی فرصت هم منځه ولاړ.
له درېیو کلونو راهیسې، طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځي ته له تلو منع کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابلو له سخت کمښت سره مخ دی.