د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په چین کې د «د عنعنوي طب په نړیواله غونډه» کې له افغانستان سره د دويز طب په برخه کې د دغه هېواد د همکارۍ غوښتنه وکړه.
هغه په دې ناسته کې وويل چې د شانګهای د همکارۍ سازمان او د روغتيا د نړيوال سازمان په ګډون د نړيوالو سازمانونو همکاري د دوديز طب د پياوړتيا او ودې په برخه کې مهمه ده.
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د عنعنوي درملو په برخه کې د ظرفیت لوړولو، تجربو شریکولو او ګډو څېړنو په برخه کې د چین پر همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل:« په افغانستان کې دودیز طب باید معیاري او د عصري طب برخه شي.»
دا په داسې حال کې ده، چٸ ښاغلي جلالي په دې وروستیو کې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده له ادرسه د هېواد د طبي زده کړو موسسو ته یو حکم صادر کړی چې پر بنسټ یې د هېواد په طبي انسټيټيوټونو کې نجونٸ او ښځې له زده کړو کوي.
دغه بندیز چې ویل کیږي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د زده کړو د وروستي فرصت د له منځه وړلو په مانا دی، له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه وايي، دغه بندیز په ټول افغانستان کې د ښځو او ماشومانو «روغتیا او ژوند» له ګواښ سره مخ کوي.
د هېواد یو شمېر فعالانو، سیاسي جریانونو او پخوانیو مشرانو ویلي چې د طالبانو دغه فرمان یو وحشتناک او ويجاړونکى جنایت دی او باید ژر تر ژره لغوه شي.
ملګرو ملتونو ویلي دي چې د طالبانو دغه بندیز به د افغانستان پر روغتیايي سیستم او د دغه هیواد پر پرمختګ «ویجاړونکي اغېز» ولري.