امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې اعلان وکړ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه له پرله پسې غوښتنو وروسته شاهدي ورکړي.
د امريکا د مشرانو جرګې د دغې کمېټې د خبرپاڼې له مخې، دغه ناسته چې د اورېدنې او پوښتنو او ځوابونو په بڼه به روانه وي، د راتلونکې اونۍ د چهارشنبې په ورځ (د دسمبر له ١١-٢١) جوړېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څو څو ځلې د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې غوښتنه رد کړه چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه یې د شاهدۍ لپاره په دغه کمېټه کې د انتوني بلینکن حضور غوښتنه کوله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې د ښاغلي بلینکن د نه حاضریدو لامل د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په ځانګړې توګه د غزې او منځني ختیځ د جګړې په اړه د هغه «لوی مصروفیتونه» او له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه شهادت ورکول وو. دغې کمېټې ته د بهرنیو چارو وزیر او نور استازي معرفي شوي وو.
د يادولو وړ ده، چې تر دې مخکې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال، ښاغلي بلینکن ته ګواښ کړی و، که له افغانستانه د «ګډوډ» وتلو په اړه شاهدې ورنه کړي نو له قانوني چلند سره به مخ شي.
له افغانستان څخه د امریکا وتل
د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل یو «ستونزمن او ناورين زيږونکى» بهیر بلل کېږي چې په امریکا او نړۍ کې دننه له جدي او سختو غبرګونونو سره مخ شوى دى.
په ورته وخت کې، تر دې مخکې اېن بي سي نیوز د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د امریکا د دفاع وزارت هغه چارواکي محاکمه کوي، چې له افغانستان څخه د وتلو په بهیر کې یې لاس درلود.
ياد خبري شبکې ویلي چې د ښاغلي ټرمپ د واک د لېږد ټیم له افغانستانه د وتلو په برخه کې د افسرانو، جنرالانو او قوماندانانو یو نوملړ چمتو کوي.
ښاغلي ټرمپ د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل «ناورین او د امریکا له ملي ګټو سره خیانت» بللی و.