د فرانسې پارلمان د چهارشنبې په ورځ د لومړي وزیر مېشل بارینه په مشرۍ پر نوي حکومت د عدم باور رایه ورکړه او تمه کېږي چې د هغه په مشرۍ حکومت به نن (پنجشنبه، د ليندۍ ۱۵مه) استعفا وکړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د فرانسې په پارلمان کې ۳۳۱ ښي اړخو او کیڼ اړخو وکیلانو په نوي حکومت د نه باور رایه ورکړه.
د دغه نه باور د رايې لامل د هېواد د بودجې د تصويب لپاره په اساسي قانون کې د ځانګړو واکونو کارول او د لومړي وزير له خوا د ولسي جرګې د رايې له پامه غورځول دي.
دغه خبري آژانس ویلي دي چې د فرانسې د پارلمان له خوا پر نوي حکومت د نه باور رایه ورکول به فرانسه چې د اروپایي اتحادیې دوهم اقتصادي ځواک دی، ژور بحران سره مخ کړي او د دغه هېواد د قانون جوړونې ظرفیت به له گواښ سره مخامخ کړي او د بودجې کسر به راکم کړي.
د نه باور تر رایې وروسته، د فرانسې لومړی وزیر مېشل بارینه باید خپله او د خپل حکومت استعفا ولسمشر ایمانویل مکرون ته وسپاري. د فرانسوي رسنیو د راپورونو له مخې تمه کېږي چې نوموړی به نن (پنجشنبه) دغه کار ترسره کړي.
د بارینه په مشرۍ حکومت د فرانسې د پنځم جمهوریت په حکومتونو کې چې د ١٩۵٨ کال راهيسې پيل شوى د خپلې درې مياشتنۍ دورې له مخې د حکومتونو تر ټولو لنډه دوره ګڼل کیږي.
مېشل بارینه د رای ورکولو نه مخکې فرانسوي وکیلانو ته وویل: «دا حقیقت (د بودجې کسر) به سپکاوي ډکې جادويي طرحې سره ورک نشي.»
د يادولو وړ ده، چې په ۱۹۶۲ کال کې د جورج ژرژپمپیدو له وخت راهیسې د فرانسې هیڅ حکومت د باور رایې له لاسه نه دي ورکړي.
فرانسه اوس د یوه باثباته حکومت یا د ٢٠٢۵کال د بودیجې پرته د کال پای ته رسیدو په درشل کې ده. که څه هم د دې هېواد اساسي قانون د متحده ایالاتو په څېر د حکومت د تړل کیدو مخنیوي لپاره ځانګړي اقداماتو ته اجازه ورکوي.