د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک وايي، دغه سازمان د طالبانو د هغه نوي فرمان په اړه اندېښمن دی چې په روغتيايي انسټيټيوټونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګوي.
نوموړي نن (چهارشنبه، د ليندۍ ۱۴مه) په یوه نوي خبري کنفرانس کې وویل: «دغه فرمان به د ښځو او نجونو پر حقونو او زده کړو او روغتیايي خدمتونو ته د هغوی پر لاسرسي لا زیات محدودیتونه ولګوي.»
ښاغلي دوجاریک په دې غونډه کې زیاته کړه چې د طالبانو دغه بندیز به د افغانستان پر روغتیايي سیستم او د دغه هېواد پر پرمختګ «ویجاړونکي اغېز» ولري.
د ملګرو ملتونو ویاند له طالبانو غوښتي چې د دغه فرمان پر پلي کېدو د ښځو او نجونو پر ژوند او د افغانستان پر ټولو خلکو د هغې د منفي اغېزو په اړه له سره غور وکړي.
د ښځو او نجونو لپاره د زده کړې وروستى فرصت له منځه تلل
له آمو سره باخبره سرچینو وړاندې تایید کړې وه چې د طالبانو مشر د یوه نوي فرمان له مخې ټول روغتيايي او نيمه عالي انسټيټيوټونه د نجونو پر مخ وتړل.
د سرچینو په وینا، د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د روغتیايي بنسټونو له مسوولینو سره په کتنه کې اعلان وکړ چې له دې وروسته به په دغو ښوونیزو بنسټونو کې نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته ډېرو یې په روغتيايي انسټيټيوټونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکاوه. له دې نوي فرمان سره افغان نجونو په طبي څانګو کې د زده کړو د دوام وروستی فرصت هم له لاسه ورکړ.
له څه باندې درې کلونو راهیسې، طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځي ته له تلو منع کړي دي. په همدې حال کې افغانستان د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابلو له سخت کمښت سره مخ دی.
پراخ او ګړندی داخلي او بهرني غبرګونونه
په هېواد کې د روغتيايي علومو په ښوونيزو بنسټونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو د طالبانو د وروستي بنديز په غبرګون کې اروپايي ټولنې سخته اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې دغه بنديز له اساسي بشري حقونو څخه سخته سرغړونه ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر ترک د طالبانو دغه بندیز ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دا داسې يو «بې ساري ظلم» دی چې نن ورځ د نړۍ په هيڅ ځاى کې نشته.
ښاغلي ترک له طالبانو غوښتي چې سمدستي دې خپلې ټولې «تعصبي» تګلارې لغوه کړي.
له بلې خوا د بشري حقونو د څار سازمان د طالبانو د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي چې دا بندیز به د ښځو د «درد، بدمرغۍ، ناروغۍ او له وخته مخکې مړینې» لامل شي.
دغه سازمان وايي، طالبانو په طبي زده کړو په بنسټونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو د بندیز سربېره، په ځینو ولایتونو کې د نارینه متخصص ډاکټرانو پر درملنه هم بندیز لګولی دی.
د بشري حقونو د څار سازمان زیاتوي چې طالبان په افغانستان کې د «جدي جرمونو معافیت» ته د رسېدو لپاره د پراخو هڅو د یوې برخې په توګه د “ښځو او نجونو په وړاندې د سرغړونو” له امبه بايد ځواب ويونکي وي.
د طالبانو دغه نوی فرمان همداراز د افغانستان د یو شمېر فعالانو، سیاسی خوځښتونو او سیاسی شخصیتونو له توند غبرګون سره مخ شوی او د طالبانو دغه فرمان یې یو « وحشتناک او ناروين زيږونکى» جنایت بللی دی.