په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د دغو کسانو د رول د پیژندلو پر اهمیت ټینګار وکړ.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۱،۵ میلیونه کسان له سختو معلولیتونو سره ژوند کوي.
دغه سازمان وايي، په هېواد کې د ماينونو او نورو چاودېدونکو توکو په ګډون د جګړې پاتې پاتې چاودېدونکي توکي په هېواد کې د معلوليت اصلي لاملونه دي، چې ماشومان ترې تر ټولو ډېر اغېزمن کېږي.
د یوناما د خبرپاڼه له مخې، سږ کال د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې موضوع «د یوه ټول ګډونه او باثباته راتلونکي لپاره د معلولیت لرونکو اشخاصو د رهبرۍ پیاوړتیا» ده.
خبرپاڼه کې ویل شوي: «ټول ګډونه ټولنې هغه وخت وده کوي کله چې معلولیت لرونکي خلک په پرېکړه کولو او د ټولنې مشرتابه کې برخه واخلي.»
یوناما همداراز یادونه کړې چې معلولیت لرونکي خلک د سترو ننګونو سره سره د دې وړتیا لري چې په افغاني ټولنه کې مثبت بدلون راولي.
خنډونه او تبعیض
په دې خبرپاڼه کې د معلولیت لرونکو کسانو پر وړاندې د خنډونو یادونه شوې چې په هغو کې د زده کړو، کارموندنې، روغتیا پاملرنې او ټولنیز ګډون ته د لاسرسي محدودیتونه شامل دي. په ځانګړې توګه معلولیت لرونکې ښځې او نجونې د جوړښتي تبعیض سربېره له هر ډول تاوتریخوالي او ځورونې سره مخ دي.
د یوناما موندنې ښیي چې معلولیت لرونکي ښځې د کورني تاوتریخوالي، احساساتي ناوړه ګټه اخیستنې او جنسي تېري سره مخ دي، خو ډیری یې د ناوړه ګټه اخیستونکو پاملرنې یا د منزوي کېدو د وېره له امله د دې سرغړونو په اړه راپور نه شي ورکولاى.
یوناما له طالبانو، مدني ټولنې او نورو اړوندو بنسټونو غوښتي چې د معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ لپاره لاندې اقدامات وکړي:
په افغانستان کې د معلولینو د حقونو او ګټو د قانون په ګډون د معلولیت لرونکو وګړو د حقونو په اړه د قوانینو بشپړ تطبیق؛
د معلولیت لرونکو خلکو د پیاوړتیا لپاره د مدني ټولنې سازمانونو سره د همکارۍ پیاوړتیا؛
د ساختماني خنډونو لرې کول چې د دې خلکو د ګډون مخه نیسي، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو؛
ټول ګډونه پالیسیو ته وده ورکول ترڅو د تبعیض پرته د لومړني اړتیاو چمتو کول ډاډمن کړي.
په دې خبرپاڼه کې یوناما له ټولو اړوندو بنسټونو غوښتي چې د معلولیت لرونکو وګړو غږ واوري او د یوه باثباته او ټول ګډونه راتلونکي په جوړولو کې د هغوی د ونډې د تامین لپاره لازم اقدامات وکړي.