د ډسمبر درېیمه د معلولیت لرونکو وګړو نړیواله ورځ ده. په همدې حال کې اروپايي ټولنې ویلي، چې په افغانستان کې معلولیت لرونکي کسان روغتیايي خدمتونو او د بیارغاونې خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
اروپایی اتحادیې پر اېکس خپره شوې خبرپاڼه کې د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د دوامداره ملاتړ په برخه کې پر خپلې ژمنې ټینګار کړى او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د یوې ټولګډونه ټولنې د رامنځته کولو لپاره ټولو اړو کسانو ته د خدمتونو وړاندې کولو هڅه وکړي.
په همدې حال کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې اعلان کړى چې په نړۍ کې له هرو زرو ماشومانو څخه له دوو څخه تر درېیو پورې ماشومان له دماغي فلج سره مخ دي. خو دا شمېره د نړۍ د نورو برخو په پرتله په افغانستان کې لوړه ده. د دغې کمېټې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې په تېره بیا په کلیوالو سیمو کې په دې ناروغۍ اخته ماشومان د تشخیصي سرچینو او مناسبو روغتیايي خدمتونو د نشتوالي له امله په سمه توګه نه پېژندل کېږي.
په افغانستان کې درملنه او بیا رغونه
د سره صلیب کمیټې راپور ورکړی چې په افغانستان کې د دماغي فلج ۶۴زره ۱۲۱ ناروغان تر درملنې لاندې دي.
دا اداره په افغانستان کې د فزیکي بیارغونې ترټولو لوی پروګرام هم پرمخ وړي او په اوو مرکزونو کې له ٢٠٠زرو څخه زیاتو ناروغانو ته فزیکي او ټولنیز خدمتونه وړاندې کوي.
د دغې کمېټې په خبرپاڼه کې راغلي دي: «په افغانستان کې د دماغي فلج د ماشومانو د وضعیت د ښه کولو په برخه کې د ټولنو هوډ هیله بښونکی دی. “موږ د ارتز، پروتيز، فزیوتراپي او مسلکي روزنې په ورکولو سره د دې ناروغانو ملاتړ ته دوام ورکوو.»
د سره صلیب کمېټې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ څخه تر سپټمبر پورې یې په ټول افغانستان کې ۱۱ زره ۴۳ ناروغانو ته د بیارغونې مهم خدمتونه وړاندې کړي دي. له دې جملې څخه ۴زره۴۶۱ یې نجونې وې.