افغانستان

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر په دوه اړخېزه ناسته کې د ګډون لپاره چین ته تللی

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي په «دوه اړخېزه روغتیايي ناسته» کې د ګډون لپاره چین ته تللی دی.

د طالبانو تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت ویاند شرف زمان امرخېل وايي، د دغه سفر موخه د روغتیا په برخه کې د دوه اړخېزو همکاریو پیاوړتیا ده.

ښاغلي امرخېل زیاته کړه، چې نورجلال جلالي به په دې ناسته کې د ګډون ترڅنګ له یو شمېر چینايي روغتیايي چارواکو سره هم وګوري.

د طالبانو په وینا، په افغانستان کې «د هېواد د روغتیايي جوړښت معیاري کول او له نړیوالو سازمانونو سره د هراړخېزې همکارۍ لپاره په افغانستان کې د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو زمینه برابرول» د دغه سفر له نورو موخو څخه دي.

د روغتیا په برخه کې د طالبانو محدودیتونه او د هغوی اټکل

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د روغتیا په برخه کې د نړیوالو موسسو د مرستو کموالي په هېواد کې د روغتیايي سیستم د سقوط اندېښنې زیاتې کړي دي.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د کمېدو یو لامل د ښځو پر کار د طالبانو بندیزونه بللي وو.

له بلې خوا د روغتیا نړیوال سازمان په لړم میاشت کې په خپل راپور کې ویلي دي چې د طالبانو له خوا په مرستندویه موسسو او په ځانګړې توګه د روغتیا په برخه کې د ښځو پر کار او فعالیتونو محدودیتونو په هېواد کې د ښځو لپاره اړینو خدماتو ته لاسرسی ستونزمن کړى دى.

د طالبانو له خوا په طبي انسټيټيوټونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بنديز

په ورته وخت کې او تازه باخبرو سرچینو پرون (دوشنبه د ليندۍ په ۱۲مه) تایید کړه چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په یوه نوي فرمان کې د نجونو پر وړاندې ټول طبي او نیمه عالي انسټيټيوټونه هم وتړل.

د سرچینې معلوماتو له مخې، د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د روغتیايي بنسټونو له مسوولینو سره په کتنه کې اعلان وکړ چې له دې وروسته به په دغو ښوونیزو موسسو کې نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته ډېرو نجونو په روغتيايي موسسو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکاوه. دغه راز له درې کلونو راهيسې څخه تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو منع شوې دي. اوس په دغه نوي فرمان سره په افغانستان کې له نجونو څخه په طبي څانګو کې د زده کړو د دوام وروستی فرصت هم واخيستل شو.