د لبنان د حزب الله او اسراٸيلي پوځ ترمنځ د اوربند له اعلان شاوخوا يوه اونۍ وروسته دواړو غاړو يو بل د اوربند په سرغړونې تورن کړل او پر يو بل يې بريدونه پيل کړل.
د رویټرز د راپور له مخې د لبنان په جنوب کې د دوو ښارګوټو تالوسه او حارث په شمول په څو سیمو باندې د اسرائیلي پوځیانو په بريدونو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
په ورته وخت کې حزب الله اسراٸيل له اوربند څخه په سرغړونې تورن کړل او د شعبا په جنجالي سیمه کې یې د اسراییلو پر پوځي پوستو څو راکټونه توغولي او دغې ډلې دغه برید یو «دفاعي خبرداری» بللی دی.
له سرغړونې وروسته د اوربند د تړون وضعیت
د دواړو خواوو ترمنځ د ډزو تبادله د امریکا په منځګړیتوب شوی اوربند له پلي کېدو یوه اونۍ وروسته په نازک حالت کې دى.
لبناني چارواکو د دوشنبې په ورځ (د ليندۍ۱۲) اعلان وکړ چې د لبنان په جنوبي سیمو باندې د اسرائیلو په بریدونو کې د حکومت امنیتي ځواکونو په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.
په همدې حال کې د بیروت اوسېدونکو دغه خبري اژانس ته ویلي چې د دوشنبې په ماښام يې ناوخته د بې پیلوټه الوتکو غږونه اورېدلي چې په ښار کې يې په ټیټه ارتفاع ګزمې کولې.
دا په داسې حال کې ده، چې جګړې د دواړو خواوو ترمنځ تېره اونۍ اعلان شوی اوربند اسراییل په لبنان کې له تعرضي پوځي عملیاتو منع کوي او په ورته وخت کې له لبنانه غواړي چې پر اسراییلو د حزب الله په ګډون د وسله والو ډلو د بریدونو مخه ونیسي.
د انتقامي بریدونو خبرداری
که څه هم اسرائیلي پوځ د حزب الله د دوو توغندیو د ویشتلو له امله د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړی. خو د دغه هېواد لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د «قوي» ځواب خبره کړې ده.
حزب الله ویلي دي چې د دې ډلې لخوا پر اسراٸیلي اهدافو د راکټونو ویشتل د اسراییلو لخوا د اوربند د «پرله پسې سرغړونو» په غچ کې ترسره شوي دي.
د يادولو وړ ده، چې د اوربند تر اعلان وروسته اسرائیلو اعلان وکړ چې د حزب الله له لوري د اوربند هر ډول سرغړونې ته به ځواب ورکړي.
له بلې خوا، د لبنان حزب الله مخکې ویلي وو چې د دوی جګړې ته چمتوځواکونه به د لبنان له سویل څخه د اسراییلي ځواکونو د وتلو څارنه وکړي.