د امریکا مشرانو جرګې د دوشنبې په ورځ (ليندۍ ۱۲) د جنرال کریسټوفر ډوناهو ترفیع چې له افغانستانه یې د امریکايي ځواکونو په وتلو کې رول درلود، تایید کړه.
د دغه څلور ستوريز جنرال ترفیع دمخه د سنا جمهوري غوښتونکي سناتور مارکوین مولین لخوا ځنډول شوې وه.
د امریکا ولسمشر جو بایډن مخکې له دې په اروپا کې د امریکايي ځواکونو د لوی قوماندان د مقام لپاره دوناهو د سنا مجلس ته نوماند کړی و.
له افغانستانه د وتلو په بهیر کې د ښکېل افسرانو د تعقیبولو لپاره د ټرمپ ژمنه
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې اېن بي سي نیوز د باخبرو سرچینو په حواله خبر ورکړی و چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغانستان څخه د وتلو په بهیر کې د ښکېلو جنرالانو، افسرانو او سرتېرو «محکمه» تعقیبوي. او د هغه د واک لېږد ټیم د دوى نوملړ چمتو کوي.
ښاغلي ټرمپ او متحدینو یې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل غندلي او ژمنه یې کړې چې په دغه پروسه کې ښکېل کسان به تعقیبوي.
هغه د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ویلي وو چې هر جنرال او لوړ پوړی چارواکی چې د افغانستان په «ناروين زيږونکي» وتلو کې لاس لري باید استعفا ورکړي.
د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د نورو افسرانو او قوماندانانو تر څنګ د کریسټوفر ډوناهو ترفیع د دوشنبې په ورځ د سنا په اکثریت رايو تاييد شوه.
په افغانستان کې د هغه رول او د وتلو بهیر
ښاغلي ډوناهو له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پر مهال د امریکا د پوځ د ۸۲ هوايي ځواکونو قومانده په غاړه درلوده او وروستی امریکايي عسکر و چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له وتلو وروسته له دغه هېواده ووت.
د ډوناهو هغه عکس چې د افغانستان څخه د وتلو پرمهال يې د سي-١٧ الوتنې په وروستۍ الوتنه کې خپل ټوپک په غاړه کې اخیستی و، چې د «ګډوډ شاتګ» سره مترادف دی په رسنیو کې په پراخه کچه خپور شوی دى. هغه د متحده ایالاتو په پوځ کې «تر ټولو تکړه قوماندانانو» په توګه پېژندل کېږي.