د ایران له ملاتړه برخمن سلګونه عراقي جنګیالي پرون (دوشنبه،د ليندۍ ۱۲) د بشارالاسد د حکومتي ځواکونو په ملاتړ سوریې ته ننول.
رویټرز ویلي، په داسې حال کې چې تر یوې اندازې پورې د«متحده ایران» سیمه ییزې ملېشې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت پر ضد د یاغیانو پر وړاندې د جګړې لپاره په دغه هېواد کې د جګړې ډګر ته ننوتي دي. خو د لبنان حزب الله تر اوسه له دوی سره د یوځای کېدو کوم پلان نه لري.
د دغه راپور پر بنسټ، که څه هم د ایران د متحدينو سیمه ییزو ملیشو او د روسیې د هوایی ځواک په مرسته د یاغیانو په ځپلو کې د دولت پلوه ځواکونو بریا له مخکې نه د منلو وړ وه؛ خو دغه اتحاد اوس له نوي ازموينې سره مخامخ دی.
د سوریې په شمال لوېدیځ کې د تېرې اونۍ راهيسې د یاغیانو چټک پرمختګ، د اوکراین پر جګړه د روسیې تمرکز او په جګړه کې د حزب الله په مشرۍ د تېرې اونۍ اوربند د دې نوې ازماېښت د عواملو په توګه یاد شوي دي.
په حلب کې د یاغیانو د «بریدونو طوفان» او بیا د سوریې د دې لوی ښار نیول په وروستیو کلونو کې د بشار الاسد د حکومت ضد جنګیالیو تر ټولو لویه بریا ده.
دا په داسې حال کې ده چې حکومتي ځواکونو په ۲۰۱۶ کال کې د حلب له نیولو وروسته د ښار بشپړ کنټرول په لاس کې درلود. د جګړې یو مهم ټکی چې په سلګونو زره خلک یې ووژل.
د بشارالاسد د حکومت د اصلي مخالفې ډلې مشر هادي البحرا چې له سوریې څخه بهر اوسیږي، دغه خبري آژانس ته ویلي دي چې یاغیان توانېدلي چې دغه ښار (حلب) ژر تر ژره ونیسي. ځکه حزب الله او نورې ډلې چې ایران یې ملاتړ کوي، له اسرائیلو سره له خپلمنځي شخړې څخه په شا شوي دي.
هغه وايي، پر حلب د برید لپاره له تېر کال راهیسې چمتووالی نیول شوی و. خو په غزه کې يې جګړې مخه ونیوله.
د یادولو وړ ده چې د سوریې کورنۍ جګړه له ۲۰۲۰ کال وروسته پای ته رسیدلې او د بشارالاسد د حکومت پلوه ځواکونو ډیری سیمې او ټول لوی ښارونه تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي. یاغیانو هم په شمال لوېدیځ کې یوه سیمه په واک کې درلوده.
د ترکیې ملاتړ ځواکونو د شمالي پولې په اوږدو کې د کردانو په مشرۍ د متحده ایالاتو ځواکونو په ملاتړ په شمال ختیځ کې یو برج اداره کاوه.