روغتیا

د اسلامي پراختیا بانک او سعودي عربستان له خوا په افغانستان کې د پولیو پر وړاندې د مبارزې لپاره ۳ میلیونه ډالره مرسته وشوه

Photo by Islamic Development Bank.

د اسلامي پراختیا بانک او د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز په افغانستان کې د ګوزڼ پر وړاندې د مبارزې او د هېواد د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا په موخه د ۳ میلیونو ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړ.

د اسلامي پراختیا بانک د معلوماتو له مخې، دغه مرسته د «د ماشومانو د فلج کېدو د میراث پر وړاندې ننګونه» پروګرام په چوکاټ کې ځانګړې شوې، چې موخه یې په افغانستان کې د دغې ناروغۍ له منځه وړل او د اړینو روغتیايي خدمتونو ښه کول دي.

دغه مالي هوکړه ليک د اسلامي پراختیا بانک د مشر محمد الجاسر او د ملک سلمان د مرستندویه مرکز عمومي څارونکي عبدالله الربیعه لاسلیک کړ.

الجاسر په دې اړه وویل: «موږ د سعودي عربستان د فعال او سخاوتمندانه ملاتړ لپاره ډېره مننه کوو. دا مرستې به په افغانستان کې تر ټولو زیان منونکو ټولنو ته ګټور خدمتونه وړاندې کړي.»

په افغانستان کې د ماشومانو د فلج کېدو وضعیت

افغانستان د نړۍ یو له هغو دوو هېوادونو څخه دی چې د پاکستان ترڅنګ پکې اوس هم د پولیو ناروغي شتون لري.

د ملګرو ملتونو او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال تر اکتوبر میاشتې پورې په دغه هېواد کې د ماشومانو د فلج ۲۳ پېښې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې دا شمېره په ۲۰۲۱ کال کې یوازې دوه پېښې وې.

د تلې په میاشت کې طالبانو په جنوبي ولایتونو هلمند او کندهار کې کور په کور د واکسین کمپاین ودراوه.

خو د اکتوبر په میاشت کې د روغتیا نړیوال سازمان په دغو سیمو کې د پولیو درې نوې چې دوه د کندهار په میوند او غورک ولسوالیو کې او یوه د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې پېښې ثبت کړې.