د طالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر وزیر خالد حنفي د دوى د قانون د څارنې او تطبیق په موخه خپل ولایتي سفرونه بیا پیل کړل. ده هلمند ولايت ته په خپل وروستي سفر کې له ديني عالمانو وغوښتل چې د دغه قانون محتويات د منبر له لارې خلکو ته ورسوي.
نوموړي د هېواد په جنوب کې ارزګان ولایت ته هم سفر کړی دی.
د طالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر وزارت د ویاند په وینا، د طالبانو د مشر هبت الله آخندزاده د حکم پر بنسټ، د دغه قانون د تطبیق لپاره په هر ولایت کې یوه ګډه کمېټه جوړه شوې ده.
د دې کمېټې په تشکيل کې والي، د استخباراتو رٸيس، امنيه قوماندان، د پوهنې رٸيس، د لوړو زده کړو رٸيس او د طالبانو نور سيمه ييز چارواکي شامل دي.
د طالبانو تر واک لاندې د دغه وزارت ویاند، سیف الاسلام خیبر وویل: «دا کمېټې به په دوو اونیو کې د دې قانون د پلي کولو لپاره غونډې جوړې کړي او دوه میاشتې وروسته به د پایلو راپور وړاندې کړي.»
په دې ناسته کې چې د هلمند د والي، امنيه قوماندان او د استخباراتو د رييس په ګډون د خالد حنفي او سيمه ييزو طالب چارواکو په شتون کې جوړه شوې وه، د قانون پر بشپړ پلي کېدو ټينګار وشو.
په هلمند کې د طالبانو والي عبدالرحمن مسلم کندوزي وويل: «د امربالمعروف او نهى عن المنکر د قانون ټولې مادې به په دولتي ادارو کې په سمه توګه پلي کېږي او د ديني عالمانو له لارې به هم خلکو ته رسول کېږي.»
د طالبانو امربالمعروف نوى قانون
طالبانو په خپل نوي قانون کې چې د «امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون» تر سرلیک لاندې د روان کال د زهري په میاشت کې خپور شو، خپلو ساتونکو ته اجازه ورکړې چې خلک مجازات او بندیان کړي. له کوره بهر د ښځو د غږ منع کول د دغه قانون یوه تر ټولو جنجالي برخه ده، چې تر اوسه یې پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه پارولي دي.
د طالبانو له خوا د ښځو لپاره د حجاب اړوند احکام د دې قانون د امر او نهى لومړنۍ برخه جوړوي.
د طالبانو د دغه قانون په دیارلسمه ماده کې راغلي چې «د یوې ښځې لپاره د ټول بدن حجاب لازمي دی. د فتنې د ویرې له امله د ښځې مخ پټول اړین دي. د ښځو غږ (په لوړ اواز سندرې ویل، آیتونه او تلاوتونه کول) عورت دی.»
د دې مادې په اوومه فقره کې همداراز راغلي چې د بالغ نارینه لپاره د ښځو بدنونو او مخونو ته کتل او د بالغو ښځو لپاره پردیو نارینه وو ته کتل حرام دي.
د دغه قانون له مخې طالبانو د امربالمعروف محتسبينو ته دنده سپارلې چې له کور او مجلس بهر د ښځو د غږ او موسیقۍ مخنيوى وکړي.
د دیارلسمې مادې اتمه فقره وايي: «کله چې یوه بالغه ښځه د اړتیا لپاره له کوره ووځي، هغه مکلفه ده چې خپل غږ، مخ او بدن پټ کړي.»
د دغه قانون له مخې، هر محتسيب کولای شي هغه ښځه یا نجلۍ ودروي چې خپل مخ نه پټوي.
دغه قانون له سختو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو. خو طالب چارواکو تل د هغې پر عملي کېدو ټینګار کړی دی.
د قانون پلي کولو په اړه غبرګون
په داسې حال کې چې طالبان د دې قانون پر تطبیق ټینګار کوي، یو شمېر افغان اتباع په ځانګړې توګه ښځې د دوی په ورځني ژوند د دې قانون منفي اغېزو نيوکې کوي.
د ښځو د حقونو یوې فعالې مسعودې کوهستاني وویل:«هلمند ته د امربالمعروف وزیر سفر او په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض په حال کې د ښځو ضد قوانینو باندې د هغه ټینګار خلک نور هم مایوسه کړي دي. زه هیله لرم چې رسنۍ او اړوند بنسټونه به د دغه جنسیتي تبعيض په رسمیت پېژندلو باندې ټینګار وکړي ترڅو طالبان نړیوالو محکمو ته معرفي شي.»
د فراه ولايت يوې اوسېدونکې بنفشه هم وايي : «له هغې ورځې چې دغه قانون نافذ شوى، زموږ د ښځو ژوند ډېر ستونزمن شوی دی. موږ نشو کولی په اسانۍ سره ووځو او ژوند زموږ لپاره ستونزمن شوی دی.»
د طالبانو د امربالمعروف وزیر تر دې مخکې د دغه قانون د تطبیق د څارنې لپاره د روان کال په وږي میاشت کې د بادغیس، فاریاب، جوزجان، تخار او بلخ په ګډون شمالي او شمال لوېدیځو ولایتونو ته سفرونه کړي وو.