د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس ټولنیزه شبکه یوه ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي چې « په افغانستان کې د ټاپي پروژې کار په عملي توګه کې روان دی.»
دا په داسې حال کې ده چې د دې پروژې تړون د ١٣٩۴ لمريز کال د مرغومي په مياشت کې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند د پخوانيو حکومتونو د مشرانو ترمنځ لاسليک شوى و او د ١٣٩٦ لمريز کال د کب په مياشت کې يې کار پرانېستل شو. خو طالبانو د روان کال د وږي په میاشت کې د ګازو دغه نل لیکه بیا پرانیستله.
د ټاپي پروژې پس منظر
ټاپي یوه له هغو لسو میلیاردو ډالرو پروژو څخه ده چې د ترکمنستان ګاز به د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي. دا پروژه په تېرو درېیو لسیزو کې د ټاپي په پروژه کې د ښکېلو هېوادونو ترمنځ د امنیتي ګواښونو او سیمه ییزو ملحوظاتو له امله نه ده پلې شوې. خو اوس طالبان وايي چې په افغانستان کې په «عملي ډول» کار پيل شوى دى.
یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د ټاپي پروژې عملي کېدل به یو خوب پاتې شي. په ورته وخت کې په ټاپي پروژه کې د هند نشتون ددغې پروژې اهمیت کموي.
د ګازو د دې نل لیکې اوږدوالی يو زرو ۸۱۴ کیلومتره اټکل شوی، چې ۸۱۶ کیلومتره به یې له افغانستانه تېرېږي.
د ګازو دغه نل ليکه به په کلني ډول د ۳۳ میلیارد متر مکعب ګازو د انتقال ظرفیت ولري.
په افغانستان کې د دغې پروژې کار له ١٣٩٦ کال راهیسې کوم پرمختګ نه دی کړی.