د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان ویلي، متحده ایالات نه غواړي هغه اټومي وسلې بېرته ورکړي چې د شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته اوکراین له لاسه ورکړي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې نوموړي دغه څرګندونې پرون (یکشنبه د ليندۍ ۱۱مه) په نیویارک ټایمز کې تېره میاشت د یوې خپرې شوې مقالې په حواله وکړې.
په دې لیکنه کې ویل شوي چې یو شمېر لوېدیځو چارواکو چې نومونه يې نه دي خپاره شوي د امریکا ولسمشر جوبایډن ته وړاندیز کړی چې له واکه تر وتلو مخکې اوکراین ته اټومي وسلې ورکړي.
ښاغلي ساليوان اى بي سي نیوز ته وویل: «دا تر ارزونې لاندې نه ده، نه. هغه څه چې موږ یې کوو اوکراین ته د بیلابیلو پېژندل شويو ظرفیتونو زیاتوالی دی. د دې لپاره چې دا هېواد په مؤثره توګه له خپل ځان دفاع وکړي او جګړه وګټي، نه اټومي وړتیا.»
دا په داسې حال کې ده، چې روسیې تېره اونۍ دغې ليکنې ته په غبرګون کې ويلي چې دا مفکوره «مطلق ليونتوب» دی او د داسې سناریو مخنیوی یو له هغو لاملونو څخه دی چې مسکو اوکراین ته خپل پوځیان لېږي.
د يادولو وړ ده، چې اوکراین په ۱۹۹۱ کال کې د شوروي اتحاد له پاشلتيا وروسته اټومي وسلې په میراثي توګه ترلاسه کړې وې؛ خو د ١٩٩۴ کال د بوداپست تړون له مخې، د روسیې، متحده ایالاتو او برېټانیا لخوا د امنیتي تضمینونو په بدل کې ایستل شوي و.