افغانستان

ګارډین: طالبانو په نیول شویو سوالګرو ښځو «جنسي تېري» کړي او ځینې یې «وژلې» دي

ګارډین د وژل شویو سوالګرو ښځو شمېر او د قربانیانو هویت نه دی په ډاګه کړی. خو ويلي يې دي چې په تېرو څو مياشتو کې »ډېرو ښځو ويلي چې د طالب چارواکو له خوا په نښه شوي دي.«

د طالبانو د سوالګرۍ ضد قانون له مخې، «صحتمند خلک» که چیرې د یوې ورځې د خوراک لپاره کافي پیسې ولري، کوڅو د سوال کولو څخه منع دي.

یو شمیر ښځینه سوالګرانې چې د طالبانو لخوا نیول شوي ویلي دي چې په زندان کې د طالبانو لخوا پرې«جنسي تېري شوى، شکنجه شوي او کار کولو ته اړ شوي» او د «د ماشومانو د وهلو او ځورونې» شاهدانې دي.

طالبانو تر اوسه د ګارډین د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي.

د ګارډین سره مرکه کوونکو مېرمنو ویلي چې وروسته له دې چې د معاش په بدل کې يې کار پيدا نکړ، د خپلو ماشومانو لپاره د پیسو او ډوډۍ موندلو لپاره په سړکونو کې د سوال کولو پرته يې بله لاره نه درلوده.

د سوال کولو په اړه د طالبانو قانون

د سوالګرۍ د قانون له تصویب وروسته، طالبانو د سوالګرو د ثبتولو لپاره یو کمیسیون جوړ کړ او هغوی یې د «مسلکي سوالګر» او «بې وزله» یا «تنظيم شويو» په توګه طبقه بندي کړل، چې په دې کې د هغوی د بایومتریک معلوماتو او د ګوتو نښان اخیستل شامل دي.


د طالبانو د چارواکو په وینا، تر اوسه یې یوازې په کابل ښار کې شاوخوا ۶۰ زره سوالګر پېژندلي دي.

د یوې سوالګرې ښځې کیسه

زهرا، یوه له هغو ښځینه سوالګرو څخه چې د طالبانو له خوا نیول شوې، ګارډین ته وویل چې تر نیول کېدو پورې د طالبانو له قوانینو څخه «ناخبره» وه.

هغه وايي: «د طالبانو يو موټر نانوايي ته نږدې ودرېد. دوی زما زوی په زور واخیست او راته یې وویل چې په موټر کې کېنه. ما د طالبانو په زندان کې درې ورځې او شپې تېرې کړې او په لومړي سر کې یې زه مجبوره کړم چې د هغو کسانو لپاره چې هلته کار کوي، پخلی وکړم او جامې ومینځم. بیا دوی زما بایومیټریک وکړ او معلومات یې ثبت کړل. کله چې ما مقاومت وکړ، دوی زه ووهلم تر هغې چې زه بې هوښه شوم. بیا يې پر ما جنسي تېری وکړ.»

هغه زیاتوي: «نو [له خوشې کېدو راهیسې] ما څو ځله د خپل ژوند د پای ته رسولو فکر وکړ؛ خو د خپلو ماشومانو له امله يې نشم کولى. زه حیرانه وم چې څوک به دوی ته خواړه ورکړي که زه دلته نه وم. زه چا ته شکایت کولای شم؟ هیڅوک پروا نه کوي او زه وېره لرم چې که زه خبرې وکړم بیا به ونیول شم. د خپلو ماشومانو د ژوند او خوندیتوب لپاره، زه څه نه شم ویلای.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو د بيا واک ته رسېدو وروسته، ښځې له ډېرو دندو څخه منعې شوې، چې له امله یې په ټول هېواد کې د بې وزلۍ کچه؛ په ځانګړې توګه د هغو کورنیو ترمنځ چې ښځې یې سرپرستي کوي، لوړه شوې ده.