د طالبانو تر واک لاندې د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د کاپیسا ولایت د باغدرې د برېښنا بند د جیو فزیک او جیو ټکنیک د امکان سنجۍ هوکړه ليک د مس عینک له شرکت سره لاسلیک شو.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه هوکړه لیک د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور او د عینک د مسو د قراردادي شرکت د مشر سون ون بینګ ترمنځ په رسمي مراسمو کې لاسلیک شو.
د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي ټلوېزیون د راپور له مخې، عبداللطیف منصور په دې مراسمو کې وویل:« د باغدرې بند د پروژې عملي کېدل به د افغانستان او چین د ګډو همکاریو ارزښتناکه لاسته راوړنه وي.»
د دغه هوکړه لیک پر بنسټ، د عینک د مسو قراردادي شرکت ژمن دی، چې په راتلونکو اتو میاشتو کې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت په همکارۍ د پروژې د امکاناتو مطالعې او تخنیکي بیاکتنې بشپړې کړي.
طالبانو تر اوسه د دې پروژې د مالي ارزښت په اړه معلومات نه دي ورکړي. همدارنګه په افغانستان کې د پراختیایي پروژو لپاره ځانګړې شوې بودیجه په ټولیزه توګه نه ده روښانه شوې.
په ١٣٩۵ کال کې د پخواني حکومت د کانونو وزارت چارواکو ویلي وو چې د دغه بند د جوړولو لګښت ۵۶۰ میلیونه ډالره دی او د نړیوال بانک له خوا تمویلېږي. خو تر اوسه د دغه بند د جوړولو کار نه دی پیل شوی.
د کانونو او صنایعو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د باغدرې بند به د پنجشیر او غوربند پر سیندونو جوړ شي او د ۲۵۰ تر ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت به ولري.
د طالبانو د واک له ټينګښت سره په افغانستان کې ډېرې پرمختیايي پروژې په ټپه ولاړې دي. نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه لوېدیځو هېوادونو د طالبانو له خوا د بشري حقونو او د ښځو له حقونو د پراخو سرغړونو له امله له افغانستان سره خپلې مالي مرستې ځنډولې دي.
په ورته وخت کې، د چینایي شرکتونو سره د طالبانو همکاري، لکه د عینک مسو قراردادي شرکت، په افغانستان کې د اقتصادي ملاتړ او بهرنۍ پانګونې د راجلبولو لپاره د دې ډلې هڅو د یوې برخې په توګه دوام لري.