اسرائیلي اتباع او د یرغمل شویو کسانو کورنۍ یو ځل بیا په تل آويو کې راغونډ شوي وو چې د جګړې د پای ته رسولو او د حماس ډلې له خوا د بندیانو د خلاصون غوښتنه يې وکړه.
دې اعتراضونو په داسې حال کې زور اخيستى چې حماس ډلې په دې وروستیو کې یوه ویډیو خپره کړې چې پکې یو اسرائیلي-امریکايي یرغمل شوی ښيي.
دغه يرغمل د امریکا او اسراٸیلو له حکومتونو وغوښتل چې د هغه او نورو یرغمل شویو د خلاصون لپاره خبرې اترې وکړي.
د حماس لخوا په خپره شوې ویډیو کې ایډن الکساندر ښودل کیږي چې یو اسراییلي – امریکایی یرغمل دی چې وايي: «زموږ د آزادۍ په اړه د خبرو اترو لپاره د متحده ایالاتو له بشپړ نفوذ او ځواک څخه کار واخلئ. هره ورځ دلته د ټول ژوند په څېر ده، او درد مو له داخله لا زياتېږي.»
د یرغمل شویو د کورنیو لاريون
په ورته وخت کې په تل آويو کې د یرغمل شویو کسانو کورنیو هم لاريون وکړ او له اسرائیلو یې وغوښتل چې د دوی د خلاصون لپاره دې نور اقدامات وکړي.
د ايدن الکساندر مور ييل الکساندر وويل: «یو ساعت وروسته، بنیامین نتانیاهو موږ ته زنګ وواهه او موږ ته یې وویل چې هغه موږ په غیږ کې نيسي او په دې خورا سخت وخت کې زمونږ د کورنۍ سره دى. هغه وویل چې هغه به د تړون د پوره کولو او د ټولو یرغمل شویو خوشې کولو لپاره هر څه وکړي.»
د یرغمل شویو وضعیت او د جګړې دوام
د راپورونو له مخې تراوسه ۶۳ اسراٸيلي وګړي د حماس له لوري بندیان دي. د دغو یرغمل شویو کورنیو د اسراٸيلو او حزب الله ترمنځ اوربند ته په اشارې هیله څرګنده کړې چې اسراٸيل به له حماس سره هم ورته هوکړې ته ورسېږي.
په همدې حال کې پر غزې تړانګې د اسراٸيلو بریدونه دوام لري. د غزې ملکي دفاع اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د جبالیه په کمپ کې د ۴۰ تنو په ګډون شاوخوا ۱۰۰ تنه وژل شوي دي.
دا شخړې په داسې حال کې دوام لري چې د اسراٸیلو او حماس ترمنځ د تاو تریخوالي کمولو او هراړخېز اوربند ته د رسېدو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې بې پايلې پاتې دي.