افغانستان

نړیوالې جنايي محکمې له بشري حقونو د طالبانو د سرغړونو د قضیې د ارجاع هرکلی

وروسته له هغې چې د چیلي، هسپانیې، فرانسې، کاښۍاغهعچ

سټاریکا، مکسیکو او لوګزامبورګ په ګډون شپږو هېوادونو د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو قضیه نړیوالې جنايي محکمې ته راجع کړه، د بشري حقونو د فعالانو اتحادیې دغه اقدام د «د عدالت د پلي کېدا پر لور یو ګام» وباله.

دغه بنسټ د دغه اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د دې وخت رارسېدلی چې طالبان د خپلو سیاستونو ځواب ورکړي.

دغې اتحادیې ټینګار وکړ چې د طالبانو لخوا د نړیوالو کنوانسیونونو مراعاتولو تمه یو «دروغجن تصور» دی او د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سیستماتیکې سرغړونې له امله یې د دغې ډلې د مشرانو د تحقيق او محاکمې غوښتنه وکړه.

د دې اتحاديې په خبرپاڼه کې راغلي: « د بشري حقونو فعالان د ښځو له حقونو څخه د پراخو سرغړونو له امله نړيوالې جنايي محکمې ته د طالبانو د دوسيې د راجع کولو لپاره د شپږو هېوادونو د وروستي اقدام هرکلى کوي او د افغانستان ځورېدلو ښځو د غږ د اورېدو لپاره يې يو مهم ګام ګڼي.»

د ښځو د حقونو فعالان وايي، په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې شوي دي.

د بشري حقونو یوې فعالې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، آمو ته وویل: «طالبانو په افغانستان کې له درې کلنې واکمنۍ وروسته په سیستماتیک ډول د ښځو اساسي حقونه تر پښو لاندې کړي دي. دا کړنې د بشریت پر وړاندې د جنایت یوه بېلګه ده او د دې جنایت د عاملینو تعقیب تر ټولو اړین قانوني ځواب دی.»

د آمو د اړيکې په ځواب کې طالبانو دا څرګندونې بې ارزښته وبللې او ویې ویل «چې ډیر وخت دی چې په دې اړه کوم دریځ غوره کړي.»

یو شمېر ښځو نړیوالې جنايي محکمې ته د طالبانو د دوسیې د راجع کېدو هرکلی کړی او د حساب ورکولو ته يې د دغې ډلې اړ اېستلو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د کابل اوسېدونکې یلدا وايي: «په افغانستان کې له موږ څخه د زده کړې، کار او حتی د ژوند حق اخیستل شوی دی. موږ له ټولو هېوادونو غواړو چې د دې قضیې ملاتړ وکړي، څو طالبان محاکمه شي.»

د کابل يوې بلې اوسېدونکې نازنين وويل: «کله چې موږ له کوره ووځو، پوښتنه رانه کېږي، چې محرم ولې نه لرٸ؟ محرم چیرته پیدا کړو چې تل زموږ سره وي؟ موږ اړ يو د خپلو ورځنیو اړتیاو لپاره بهر ووځو.»

تر دې وړاندې جرمني، اسټرالیا، هالنډ او کاناډا هېوادونو هم اعلان کړی و چې د طالبانو له خوا د ښځو له حقونو د پرله پسې سرغړونو له امله به د دې ډلې پر ضد د عدالت نړیوالې محکمې ته دوسیه وړاندې کړي.