افغانستان

دراني سراج الدین حقاني د طالبانو د واکمنۍ لپاره یو «لوی ګواښ» وباله

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي آصف دراني د طالبانو د کورنیو چارو اوسنى وزیر سراج الدین حقاني د طالبانو د «حکومت» لپاره «لوی ګواښ» وباله.

آصف دراني د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سفیرانو په تالار کې د افغانستان په ختیځ کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د جنګیالیو د شتون په اړه په یوه غونډه کې وویل چې د ښاغلي حقاني له خوا د طالبانو «حکومت» ته په دې مرحله کې آن ډېر خطرناك ګواښ هم کېدای شي.

ښاغلی درانی همداراز ټینګار کوي چې که څه هم د طالبانو درې وزیرانو په پاکستان کې د جهاد بندیز په اړه د هبت الله آخندزاده حکم تصویب کړ؛ خو د طالبانو مشر تر اوسه نه دی حاضر چې دغه فرمان په عامه توګه اعلان کړي.

په ورته وخت کې د پاکستان د پوځ متقاعد جنرال انعام الحق نظامي وايي چې د افغانستان په ختیځ کې ټي ټي پي د سراج الدین حقاني په ملېشو بدلېدونکى دى.

طالبانو د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو دوی تر دې مخکې له ټي ټي پي سره همکاري رد کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان له ناامنيو او لوړ تاوان سره مخ ذى. هغه ناامني چې د دغه هېواد چارواکي وايي، په افغانستان کې د طالبانو تر ادارې لاندې د ټي ټي پي له شتون څخه رامنځته کېږي. که څه هم اسلام آباد او طالبانو تر دې وړاندې تر ټولو نږدې اړیکې درلودې؛ خو دوی په دې موضوع سره نه دي جوړ شوي.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی آصف درانی وايي : «تاسو موږ ته ټي ټي پي وسپارئ، چې ښکاره ده دوى به يې مونږ ته ونه سپاري. په دې کې دوی د پښتونولۍ پر قانون استناد کوي. ستونزه دا ده چې دلته ډیر مصالحې شتون لري. کله چې وغواړي، دود او رواج ته وده ورکوي، او کله چې وغواړي، قرآن ته وده ورکوي.»

هغه په ​​دې ناسته کې همداراز زیاته کړه: «تاسو د کندهار يادونه کوٸ نو فکر نه کوئ چې هلته د پاکستاني طالبانو پټنځایونه او کمپونه دي. که څه هم اوس د افغانستان سیاسي پلازمېنه ده؛ خو ښاغلى حقاني د افغانستان د رژيم لپاره يو ستر گواښ دى، چې يوه ډله لري او په دې پړاو کې خطرناکه ثابتېداى شي.»

دلته د طالبانو او ټي ټي پي ترمنځ دوه ډوله معاملې ذکر شوي دي.

د پاکستان یو متقاعد جګپوړی پوځي افسر، انعام الحق نظامي وايي: «په ورو ورو، تحریک طالبان پاکستان دې ته لېواله دی چې ځان د حقاني د ملېشو په څېر جوړ کړي. ځکه دوی د حقاني تر ادارې لاندې سیمو لکه خوست، پکتیکا، پکتیا او ننګرهار کې مېشت دي. دوی د حقاني په ملېشو، خلیفه او نورو، سراج الدین حقاني او نورو بدلیږي. موږ باید پوه شو چې کندهار پر دوی ډېر فشار نه شي راوستلی.»

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي آصف دراني دغو خبرو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي: «که زه دلته مداخله وکړم. حقاني له موږ سره د سترې ملګرتیا ادعا کوي. ايا هغه له سوى سره منډې وهي او له ښکاري سپي سره ښکار کوي؟

که څه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په پرله پسې ډول یې له پاکستاني طالبانو سره همکاري رد کړې ده.