د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د امریکا د فدرالي پولیسو (اېف بي آى) د رياست لپاره هغه کس وټاکه، چې د طالبانو په واکمنۍ کې د «القاعده شبکې په بيا راستنېدو» باور لري.
تر دې مخکې رویټرز خبر ورکړی و چې ډونلډ ټرمپ کاش پټل د اېف بي آى د مشر په توګه وټاکه.
کاش پټل چې په سپینه ماڼۍ او د امریکا په دفاع وزارت کې د کار تجربه لري، د امریکا د اېف بي آى یا فدرالي پولیسو د رياست لپاره د ټرمپ د ادارې وړاندیز شوې ټاکنه ده.
پټېل د افغانستان له مسئلې سره بلد دی، تر دې مخکې یې نیویارک پوسټ ته په یوه مقاله کې ویلي وو چې له افغانستانه د بې قیده و شرطه وتلو د کړنلارې له جوړوونکو وو، خو ظاهراً د بایډن د ادارې د وتلو پر پلان له سختو متقدینو دی.
هغه ۱۹۸۰ز کال د فبرورۍ په ۲۵مه چې د ۱۳۵۸د کب له ۶مې سره برابره ده، زېږېدلی
او په سپینه ماڼۍ او همدارنګه د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) کې د کار تجربه لري.
«د کاش پټېل په مقاله کې چې نیویارک پوسټ خپره کړې راغلي:« زه په افغانستان کې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ستراتیژۍ سره له نږدې آشنا یم. د ۲۰۲۰ کال په نومبر کې، زه په پنټاګون کې د لوی درستیز په توګه وګومارل شوم، چیرته چې زما یو له لومړنیو مسؤلیتونو په افغانستان کې د تل لپاره جګړه پای ته رسول وو. ټرمپ ما ته لارښوونه کړې وه چې د شرایطو او میتود پر بنسټ د وتلو پلان جوړ کړم چې ملي ګټې خوندي کړي.»
د دې تر څنګ نوموړي د ١۴٠٠ لمريز کال په مرغومې میاشت کې له «پټېل اس کارنر» سره په خبرو کې ويلي وو، چې د ده په اند واک ته د طالبانو راتګ د القاعده شبکې د بېرته راتګ په څېر دي.
کاش پټل وايي««له بده مرغه، زه باور لرم چې په راتلونکو ۱۸ میاشتو کې به موږ خپل دودیز پوځ په افغانستان کې بیا وګورو. ځکه د طالبانو د قوت په زیاتیدو سره به هر څه سم نه شي.»
پټېل د ټرمپ د دویمې ادارې په جوړښت کې لومړنی کس نه دی چې د افغانستان له مسلې سره بلد دی او د طالبانو مخالف دی. د ملي امنیت سلاکارۍ، د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو لپاره د ټرمپ وړاندیز شوي کسان هم هغه څېرې دي، چې د کارپوهانو په وینا، د پېژندګلوۍ او پخوانیو دریځونو له مخې د طالبانو مخالفان ګڼل کېږي.
که څه هم طالبانو په لومړيو کې د هغه څه له مخې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي وو، له طالبانو سره د واشنګټن د اړیکو بنسټ د دوحې تړون یاداوه، خو د افغانستان په اړه یې د ټرمپ خبرې ټاکنیزې بللې وې.
خو د ټرمپ له بریا وروسته، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د امریکا له نوې ادارې د تعامل غوښتنه کړې، بل خوا د سیمه ییزو استازو او طالبانو تر منځ ناستې چټکې شوي، په ځانګړې توګه کابل ته د چین، ایران او روسیې د پلاويو پرله پسې سفرونه؛
د باخبرو سرچینو په وینا دا هر څه د ټرمپ له راتګ سره او د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کې د احتمالي بدلون له امله د سیمې په کچه د طالبانو او د هغوی د ستراتیژیکو ملګرو د اندېښنو نښې دي.