ملګرو ملتونو د ډسمبر د لومړۍ نېټې د «ایډز نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي دي چې په نړۍ کې د اچ آی وي ۲۵ سلنه ناروغان د ژوند ژغورونکې درملنې خدمات نه ترلاسه کوي.
د ایډز په اړه د ملګرو ملتونو نړیوال پروګرام له نړۍ غوښتي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د ایډز ويروس صفر ته د راټیټولو لپاره هڅې وکړي.
له بلې خوا دغه سازمان د هغو کسانو د حقونو د ملاتړ غوښتنه کړې چې په دې ناروغۍ اخته دي.
د ایډز په اړه د ملګرو ملتونو نړیوال پروګرام په خپله وېبپاڼه لیکلي دي: «نړۍ کولی شي د ایډز ناروغۍ د عامې روغتیا لپاره د ګواښ په توګه تر ٢٠٣٠ پورې پای ته ورسوي.»
د دې سازمان په وینا، د اېچ آى وي ویروس سره د مبارزې په برخه کې تر اوسه پورې د پام وړ پرمختګونه د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې له پرمختګ سره مستقیم تړاو لري.
راپور وايي چې د ایډز پای ته رسولو لپاره ته اړتیا ده چې ټولو هغه کسانو ته چې د اېچ آى وي سره ژوند کوي، په خطر کې دي یا اغېزمن شوي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې ډیری یې بې برخې شوي او څنډې ته شوي دي. لاسرسى ممکن وي.
دغه سازمان «منل، درناوی او پاملرنه»د ایډز په وړاندې په مبارزه کې مهم موارد بللي دي.
د ډسمبر لومړۍ نېټه په ۱۹۸۸ کال کې ددې لپاره د ایډز نړیوالې ورځې په توګه ونومول شوه څو د بودجې راټولولو او په دې برخه کې د پوهاوي، تعلیم او د تبعیض په وړاندې مبارزه کې زیاتوالی راولي.
د يادونې وړ ده، چې د دې ورځې لپاره هر کال يو ځانګړی شعار هم په پام کې نيول کېږي. د دې کار اصلي موخه دا ده چې خلکو ته یادونه وشي چې اېچ آى وي له منځه تللی نه دی او لاهم ډیر کار ته اړتیا لري.