د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې له هرو څلورو کورنیو څخه درې یې د کافي خوراکي توکو د برابرولو لپاره پیسې یا خوراکي توکي په پور اخیستي او دا شمېره په کلیوالو سیمو کې لوړه ده او له هرو پنځو کورنیو څخه څلور یې پوروړې دي.
دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د خوراکي توکو د برابرولو په موخه د کورنیو منځنۍ کچه پور ۳۸ زره ۲۰۰ افغانۍ دی، چې له ۵۶۰ ډالرو سره برابر دى.
په ورته وخت کې د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې د روان وضعیت له امله به په افغانستان کې زیات شمېر اړمنې کورنۍ د بودیجې د کمښت له امله په راتلونکو میاشتو کې د دغه سازمان له مرستو برخمنې نه شي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په هېواد کې يو پرڅلورمه برخه کورنۍ د ژوني پاتې کېدو لپاره کافي خواړه نه لري.
بشري وضعيت
د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې د طالبانو د بيا واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د بې وزلو کورنیو اقتصادي وضعیت «خراب» شوی دی.
له بلې خوا د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په پام کې لري چې په راتلونکو میاشتو کې په افغانستان کې له ۶ میلیونو خلکو سره د نغدي او خوراکي توکو مرستې وکړي؛ خو دا احصایه د هغو کسانو له نیمایي څخه کمه ده چې بشري مرستو ته اړتیا لري.
د بشري مرستو د اړتیا په اړه احصایې
د خوړو نړیوال پروګرام تر دې مخکې خپل د لړم مياشتي راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري چې له دې جملې څخه ۱۲.۴ میلیونه په دغه هېواد کې د خوراکي توکو د نا خوندیتوب په کچه کې دي.
د دې سازمان په راپور کې ویل شوي، «په تېرو دوو کلونو کې، په افغانستان کې د مرستو پراخ کمښت د خوړو نړيوال سازمان دې ته اړ کړی چې نیمايي خواړه یا نغدې پیسې چې موږ یې کورنیو ته ورکوو، بندي کړي. په میلیونونو خلک چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري، د ګټه اخيستونکو له لېست څخه وباسي.»
د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ نیمايي کې دغه سازمان یوازې په میاشت کې یو میلیون کسانو ته د ژوند ژغورونکو خوراکي توکو مرستې رسولې، په داسې حال کې چې ۱۱ میلیونه اړ کسان له دې مرستو بې برخې دي.
دغه سازمان وايي چې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ۶۸۰ میلیونه ډالرو مرستو ته اړتیا لري ترڅو په ټول افغانستان کې د خوراکي توکو ناخونديتوب له پلوه زیانمنې شوې کورنۍ په سخت ژمي کې ژوندۍ پاتې شي.