د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د استخباراتو پخوانی سلاکار کاش پټل د څېړنو د فدرالي ادارې (اېف بي آى) د مشر په توګه وټاکه.
ښاغلي پټل د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ په تېره دوره کې د ملي استخباراتو مشر او د دفاع وزیر ته استخباراتي مشورې ورکولې.
د رویټرز د راپور له مخې ټرمپ کاش پټل هغه ته وفادار بللی او د هغه ټاکنه ښيي چې هغه غواړي د اېف بي آى اوسنی مشر کریسټوفر راى له دندې ګوښه کړي.
د يادولو وړ ده، چې د اېف بي آى اوسنی مشر ښاغلی راى هم جمهوري غوښتونکی دی او د ټرمپ پخواني ولسمشريزې دوره کې د هغه لخوا غوره شوی و.
د متحده ایالاتو د قانون له مخې، د اېف بي آى رییسان د ١٠ کالونو لپاره ټاکل کیږي. تر څو دغه دفتر له سیاست څخه لرې وساتي.
دا په داسې حال کې ده، چې ډونلډ ټرمپ د ښاغلي رای د ماموریت پر مهال او په پنسلوانیا کې د ټاکنيزو کمپاینونو پر مهال د وژونکي برید هدف ګرځېدلى و، چې په پایله کې یې پر غوږ ټپي شو.
ښاغلي پټل مخکې له اېف بي آى څخه غوښتنه کړې وه چې د اطلاعاتو په راټولولو کې دې د هغه رول لرې کړي او د هر هغه کارمندانو څخه دې پاک کړي چې د ډونلډ ټرمپ د اجنډا ملاتړ نه کوي.
هغه په سپتمبر میاشت کې په امریکا کې په یوه ټلوېزیوني مرکه کې وویل: «تر ټولو لویه ستونزه چې اېف بي آى یې لري د معلوماتو له زېرمو څخه وتل دي. زه دا برخه له هغې څخه جلا کوم. زه به په لومړۍ ورځ د اېف بي آى هوور ودانۍ وتړم او بله ورځ به یې د میوزیم په توګه خلاصه کړم.»
کاش پټل په دې مرکه کې همداراز زیاته کړه: «زه به هغه اوه زره کارکوونکي چې په دې ودانۍ کې کار کوي، راټول کړم او د مجرمینو د تعقیب لپاره به یې ټولې امریکا ته ولېږم.»
له بلې خوا، کاش پټېل لا هم د اېف بي آى د رٸیس د څوکۍ ترلاسه کولو لپاره د متحده ایالاتو د مشرانو جرګې تصویب ته اړتیا لري.
کریسټوفر راى ماموریت
«د اېف بي آى یوه ویاند د شنبې په ورځ (ليندۍ ۱۰) د ښاغلي پټل د ټاکنې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: «هره ورځ، د اېف بي آى نارینه او ښځینه د امریکایانو د ساتنې لپاره کار ته دوام ورکوي. د رای د مدیريت تمرکز په نارینه او ښځو باندې وي. د اېف بي آى مېرمنې، هغه خلک چې موږ ورسره کار کوو او هغه خلک چې د هغوى لپاره کار کوو.»
ډونلډ ټرمپ کریسټوفر راى په ٢٠١٧کال کې جميز کومي څخه وروسته چې په ٢٠١٦ کال د هغه د کمپاین په اړه د تحقیقاتو له امله له دندې ګوښه کړ د اېف بي آى د رٸیس په توګه وټاکه، هغه تل د ټرمپ د پلویانو د غوسې هدف و.
د ښاغلي راى په دوره کې، اېف بي آى د محرم اسنادو په لټه کې د ټرمپ د مارالګو املاکو د محکمې لخوا تصویب شوی پلټنه ترسره کړه، او هغه د لوی څارنوال مريک ګارلنډ په امر د هغه د څارنې رول لپاره د دې ځاى د ساتنې له امله نيوکو سره مخ شو.