د شنبې په ورځ (ليندۍ ۱۰مه) اسرائیلي پوځ د غزې په شمال کې د بیت لاهیا او جبالیه پنډغالي، په مرکز کې د نصرات کمپ او د غزې په جنوب کې د خان یونس ښار د هوايي او توپچي بریدونو لاندې نيولي دي.
الجزیرې راپور ورکړی چې د لمر له لوېدو راهیسې په غزه کې د خان یونس د شپږو کسانو په ګډون لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي دي.
په همدې حال کې په لبنان کې د اسراٸيلو او حزب الله ترمنځ اوربند د څلورمې ورځې لپاره هم دوام لري.
د امریکا د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ هم د اوربند د تطبیق د څارنې لپاره د امریکايي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو قوماندان جنرال جيسپر جیفرز بېروت ته استولی دی.