د طالبانو تر ادارې لاندې د پوهنې وزارت اعلان کړی، چې د هېواد په شمال سرپل ولایت د کوهستان ولسوالۍ په بيدستان کلي کې يې د یوه دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښوده.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه مدرسه د يو ميليون افغانيو په لګښت د ځايي خلکو په همکارۍ جوړېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د آمو د موندنو له مخې طالبانو په تېره یوه میاشت کې اووه دیني مدرسې نوې تأسيس کړي او یا يې بيا رغولې دي.
د طالبانو د پوهنې وزارت احصایې ښيي چې د روان کال په لړم میاشت کې په کاپيسا، فراه، بدخشان، بغلان، خوست او غزني ولایتونو کې د څه د پاسه ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت شپږ مدرسې جوړې او یا بيا ورغاول شوې.
د لړم په میاشت کې نوي تاسیس شوي یا بيا رغاول شوي مدرسې:
کاپیسا په محمود راقي ښار کې د جامعة الاسلامیه المنصوریه مدرسه
د فراه ولایت په انار درې ولسوالۍ کې د بي بي عایشه صدیقه مدرسه
د بغلان په پلخمري ښار کې د نعمان بن ثابت مدرسه
په خوست ولایت کې د نور القرآن مدرسه
د غزني ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ کې د عمر فاروق مدرسه
د بدخشان ولایت په یفتل پایان ولسوالۍ کې د امام ابو حنیفه دارالعلوم
د هېواد یو شمېر اوسېدونکو د ښوونځیو پر ځای د دیني مدرسو جوړولو ته د طالبانو د پوهنې وزارت پر پاملرنې نیوکه کړې ده. د رسمي شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې د دیني مدرسو شمېر څه باندې ۲۱ زرو ته رسېدلی او په دغو ښوونځیو کې درې میلیونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
په داسې حال کې چې طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي د نجونو پر مخ تړلي دي، د دیني مدرسو دروازې له استثنا پرته د ټولو نجونو پر مخ خلاصې دي.
ملګرو ملتونو په خپل وروستي درې میاشتني راپور کې د طالبانو د جهادي مدرسو یادونه کړې او ویلي یې دي چې د دغو مدرسو ظرفیت په هره روزنیز دوره کې شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکي دي.
په دغه راپور کې ویل شوي چې د روان کال د چنګاښ په ۹ مه (د جون ۲۹) د طالبانو د پوهنې وزارت په دغو مدرسو کې د نویو کسانو نومليکنې د بندولو امر صادر کړ. دا حکم پرته له کوم وضاحت څخه اعلان شو او تر بل خبرتیا پورې نافذ دی.
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې طالبان دا مدرسې د «اسلامي زده کړو مخکښ بنسټونه» ګڼي او دا مرکزونه معمولا د طالبانو لوړ پوړي مشرانو د ويناوو ځايونه دي.
په داسې حال کې چې د نجونو ښوونځي تړلي دي، د دیني مدرسو په پراخولو د طالبانو تمرکز پراخې نیوکې راپارولي دي. کارپوهان او نړیوال بنسټونه اندېښمن دي چې دا چاره به عامه پوهنه کمزورې کړي او د افغانستان د ځوان نسل پر راتلونکي به اوږدمهاله منفي اغېزې ولري.