افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام: سږکال په افغانستان کې له لسو میلیونو زیاتو خلکو مرستې ترلاسه کړې

عکس از آرشیف

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، سږ کال په ټول افغانستان کې ۱۰،۵ میلیونه خلکو مرستې ترلاسه کړي دي.

دغه سازمان پر اېکس لیکلي چې په دغو مرستو کې خوراکي توکي او نغدې پیسې شاملې دي.

د دې سازمان په وینا، د دغو مرستو موخه د ماشومانو تغذیه، د سيمه ييز اقتصاد وده او د ټولنې پیاوړتیا وه.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام د لړم میاشتې راپور کې ویلي و، چې افغانستان د نړۍ له هغو ۲۲ هېوادونو څخه دی، چې د لوږې له کړکېچ سره مخ دي او په دغه هېواد کې ۱۲،۴ میلیونه وګړي د خوړو ناخوندیتوب په «شديده» کچه دي.

د دغه سازمان په وینا ډېری افغان اتباع نه پوهېږي چې څنګه خپل راتلونکی خواړه ترلاسه کړي.

دغه سازمان په هغه متن کې چې د لړم په ۱۷مه یې پر اېکس کې د یوې ویډیو ترڅنګ خپور کړى ویلي چې په افغانستان کې ځینې کورنۍ د سختې بې وزلۍ او لوږې له امله خپلې وړې لوڼې په نکاح ورکوي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کې د ۹،۲ میلیونه ماشومانو په ګډون ۲۳،۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

د فقر او لوږې د زیاتوالي لاملونه

اوچا په یوه راپور کې ویلي، چې د ښځو او نجونو پر بنسټیزو حقونو او آزادیو لګول شوي محدودیتونه یو له هغو عواملو څخه دی، چې په افغانستان کې یې د بشري وضعیت د ښه کېدو مخه نیولې ده.

په ورته وخت کې شخړې، ژورې بې وزلۍ، د خوړو ناخوندیتوب او د خوارځواکۍ لوړه کچه، دوامداره داخلي بې ځایه کېدل، د چاودېدونکو توکو پراخه ککړتیا، پرله پسې طبیعي آفات، د ساري ناروغیو خپرېدل، د اقلیم د بدلون اغېزې او سیاسي وضعیت نور عوامل دي، چې په هیواد کې یې بشري وضعیت ستونزمن کړی دی.