د برېټانيا پارلمان داسې يوه طرحه تصویب کړه چې پر بنسټ یې په رواني ناروغیو اخته لا علاجه زيات عمر لرونکي ناروغان «ځان وژنه» کولای شي او خپل ژوند پای ته رسولى شى.
د رویټرز د راپور له مخې، دا طرحه د «مړینې وقار او د ژوند پای ته رسېدو» په اړه له څو میاشتو بحثونو وروسته د هیواد د قانون جوړونکو په ګټه په ٣٣٠ رایو سره تصویب شو.
که دا لایحه د « زيات عمر لرونکو ټرمينال ناروغانو (د ژوند پای)» تر سرلیک لاندې تصویب شو او لویانو ته اجازه ورکوي چې د خپل ژوند پای ته رسیدو لپاره د ټاکنې حق ولري.
دغه آژانس وايي، دا په قانون کې د بدلون په لور یو تاریخي ګام دی چې برېټانیا يې د نورو هېوادونو لکه استرالیا، کاناډا او د امریکا ځینې ایالتونو کې پلي کړي څو په یوه نسل کې ستر ټولنیز اصلاحاتو راولي.
د يادولو وړ ده، چې دا لایحه لا هم بدلېدلی شي یا حتی رد کېدی شي. ځکه چې لا هم د برېټانيا د پارلمان ټاکل شوې مشرانو جرګې او د استازو جرګې تصویب ته اړتیا لري.
د کارګرانو د ګوند قانون جوړونکي کیم لیډبیټر، چې دا لایحه یې معرفي کړې، بي بي سي ته وویل: «دا به یوه بشپړه پروسه وي؛ خو هغه زیاته کړه چې د دې مسٸلې د حل لپاره ډیر وخت شته.»
د دغه هېواد په پارلمان کې د دغه لایحې ملاتړو ویلي، چې دغه لایحه لا علاجه ناروغانو د مړینې د لنډولو او د هغوی د اداره کولو په اړه ده.