د بدخشان ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د سختې یخنۍ له امله درې ماشومانو ژوند بايللى.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې د طالبانو د اطلاعاتو آمر حکمت الله محمدي ويلي چې دا پېښه تېره ورځ مازيګر شاوخوا پنځه بجې د دې ولسوالۍ په نوآباد سياب کلي کې رامنځته شوې ده.
هغه وايي چې دغه درې ماشومان د راغستان ولسوالۍ د کلر کلي ته پر لاره وو چې د سختې واورې او سختې يخنۍ له امله يې ساه ورکړه.
د هغه په وينا، د دغه درې ماشومانو عمرونه د ٩ او ١٢ کالونو ترمنځ وو.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو ورځو کې د هېواد يو شمېر سيمې د سختو بارانونو، واورو او توپانونو شاهدې دي.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي وو، چې په افغانستان کې ۲۳،۷ میلیونه خلک د ژمي په موسم کې بشري مرستو ته اړتیا لري، چې ۹،۲ میلیونه یې ماشومان دي.