نړۍ

ایران او پاکستان په یوه اونۍ کې نږدې زر کډوالې کورنۍ اېستلي دي

د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر خبري اژانس له راپورونو له مخې د آمو راټولې شوې موندنې ښيي چې ایران او پاکستان په تېره یوه اونۍ کې (د ليندۍ له درېیمې تر نهمې) ۹۸۹ افغان کډوالې کورنۍ اېستلي دي.

د دې شمېرو له مخې په تېره یوه اونۍ کې ایران ۷۵۳ او پاکستان ۲۳۶ کډوالې کورنۍ په جبري او اختیاري ډول افغانستان ته ستنې کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې دغه کډوالې کورنۍ د ننګرهار، کندهار، نيمروز او هرات ولايتونو له لارو هېواد ته راستنې شوې دي.

په همدې حال کې د تورخم له لارې ۹۵ کورنۍ هېواد ته او ۱۴۱ کورنۍ د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

په ورته وخت کې ۲۹۳کورنۍ د نیمروز ولایت د پل ابرېشم او همدارنګه ۴۶۰ نورې کورنۍ د اسلام قلعه له لارې بېرته افغانستان ته راستنې شوې دي.

یوه اونۍ وړاندې شمېرې

دا په داسې حال کې ده، چې ایران او پاکستان یوه اونۍ وړاندې د افغان کډوالو ۸۷۲ کورنۍ (د لړم ۲۵ څخه تر ۲ ليندۍ پورې) ویستلې.

د آمو لخوا راټولو شويو احصایو له مخې، ایران ٦٧٦ او پاکستان ١٩٦ کورنۍ په “جبري او اختياري” ډول افغانستان ته ستنې کړې دي.

په ورته وخت کې په پاکستان او ایران کې یو شمېر کډوال هم د دغو دوو هېوادونو د پولیسو له خوا د «ناسم، غیر انساني چلند او د بشري حقونو له ارزښتونو سرغړونې» شکایت کوي.