د نړیوالې سولې سازمان په یوه راپور کې د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې له طالبانو سره د «رغنده تعامل» له لارې په افغانستان کې د «جنسي تبعيض» د عادي کېدو مخه ونیسي.
په ورته وخت کې دا سازمان وايي چې د نړۍ قدرتونه باید په د طالبانو واکمنۍ ته «هر ډول مشروعیت» په ورکولو کې احتياط وکړي.
د نړیوالې سولې سازمان په راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو له خوا د «د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون» تر سرلیک لاندې توشيح شوی قانون په افغانستان کې له عامه ژوند څخه د ښځو د شتون په اغېزمنه توګه له منځه وړل هغوی له خپلواکۍ «بې برخې» کړي دي.
د دغه راپور له مخې، افغانستان اوس مهال د ښځو د سولې او امنیت په شاخص کې د شاملېدو، عدالت او امنیت له پلوه د نړۍ تر ټولو ټیټه درجه هېوادونو کې دی.
د سولې د نړیوال سازمان وړاندیز
د نړیوالې سولې سازمان وايي، د جنسيتي برابرۍ په اړه د طالبانو د «سخت دریځ» له امله د نړۍ قدرتونو ته اړتیا ده چې له طالبانو سره په خبرو کې د افغان ښځو د ژوند د ښه کولو لپاره کار وکړي.
په دغه راپور کې له طالبانو سره د برېټانيا، هند او اروپايي ټولنې په ګډون د یو شمېر هېوادونو او نړیوالو غیردولتي سازمانونو بحثونو ته په اشارې ویل شوي: «د تعامل د دوام او همدارنګه د امکاناتو د محدودولو لپاره په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مشروعیت، هغه ډلې چې د خپلو موخو لپاره له دين نه د وسلې په توګه کار اخيستل يې د اسلامي همکاریو د سازمان په څېر غندي، دوی باید لومړی د بشري حقونو او د هغې پر پایلو خبرې وکړي.»
دغه سازمان زیاتوي چې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د سرغړونې له امله ښايي د اسلامي همکاریو د سازمان په څېر سازمانونه د مذهبي بنسټونو پر وړاندې اعتراض وکړي.
له بلې خوا، په دې راپور کې وړاندیز شوی چې د دغو بحثونو د همغږۍ په برخه کې، اړینه ده چې د ښځو او سيمه ييز غیر دولتي موسسو په مسلو کې نه یوازې د جنسیت په اړه؛ بلکه، باید په فعاله توګه د افغانستان په اوسنیو ننګونو لکه اقتصادي او بشري مسلو کې په پراخه کچه برخه واخلي.
په دغه راپور کې ویل شوي چې پر دې سربېره باید د افغانستان د مدني چاپیریال د ملاتړ او پراختيا لپاره هڅې وشي.
د نړیوالې سولې سازمان وايي، یو له هغو ګڼو لاملونو څخه چې د افغانانو لپاره يې د «ظلم پر وړاندې مبارزه» ستونزمنه کړې ده دا ده چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې سیاسي او د رسنیو آزادي په بې ساري ډول کمه شوې ده.»
راپور وايي، هغه مخالفان چې د طالبانو پر ضد غږ پورته کوي، د «سانسور، خپلسري توقیف او شکنجې» سره مخ کېږي، چې خپلواک راپور ورکول او ملاتړ یې په زیاتېدونکې توګه ستونزمن کړي دي.
دغه سازمان وايي، دا اړینه ده چې د بشري حقونو سازمانونه او محلي نادولتي موسسې د مدني ټولنې د سازمانونو او فعالانو د هوساینې د پیاوړتیا او ښه خوندیتوب لپاره مالي مرستې چمتو کړي. چې دا کار د بشري حقونو سرغړونو په اړه معلوماتو ته د لاسرسي په ښه کولو او په سیاسي څېړنو کې هم مرسته کوي.
د نړیوالې سولې سازمان په وینا، ښځې د یوې پیاوړی مدني ټولنې نه بېلېلدونکې برخه ده. د دې ډلې ناتوانه کول او پرلپسې بې برخې کول د ټولنې په غوړېدو او سولې ته د رسېدو په برخه کې زيان رسوي.
دغه سازمان زیاتوي په داسې حال کې چې یوشمېر هېوادونو د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو هیله له لاسه ورکړې ده؛ خو دا ډېره مهمه ده چې نړيواله ټولنه په دې هېواد کې د ښځو او نجونو د اساسي حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره ټينګه او ژمنه پاتې شي.»