د امریکا ولسمشر جوبایډن د کانګرېس د یو شمېر استازو او د ټرمپ د کابینې پر وړاندې ګواښونه «جعلي» بللي او ویلي یې دي چې په دې برخه کې له فدرالي استخباراتو (اېف بي آې) سره همکاري کوي.
مخکې، اېف بي آې ویلي و چې دوی د «څو بمونو اېښودلو» او همدارنګه د هغه کسانو په کور کې د پوليسو له حضور څخه خبر وو چې په«جعلي زنګونو» ګواښل شوي وو.
د رویټرز په وینا، تر دې دمه لږترلږه د کانګرېس نهه غړي او د ټرمپ د ټاکل شوې کابینې یو شمېر غړي او د دفاع وزارت لپاره پیټ هیګسټ او د متحده ایالاتو د چاپیریال ادارې لپاره غوره شوی لی زلډین شامل دي. هغه وویل چې دوی د بم د ګواښونو هدف وو.
ياده دې وي، چې دغه ګواښونه د تېرې اونۍ د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو کې شوي وو؛ خو د متحده ایالاتو پولیسو د دې ګواښ په اړه هیڅ شواهد ندي موندلي.
په متحده ایالاتو کې د قانون پلي کونکو کارپوهانو ویلي چې دا د ځورونې یو ډول دی چې په زیاتېدونکي ډول د لوړ پوړو شخصیتونو په نښه کولو لپاره کارول کیږي.
د کانګرېس دیموکراتیک مشر حکیم جیفریش د جمعې په ورځ (د نومبر په ۲۹ مه) په یوه بيان کې وویل:« د ولسي جرګې ډیموکراټان به د خلکو له خدمت کولو څخه شاته نه شي او د تاوتریخوالو او ګواښونو څخه نه ډارېږي.»
جو بایډن د جمعې په ورځ په نانټاکټ ماساچوسټ کې چې هغه پکې د منننې رخصتۍ تېروي خبریالانو ته وویل، هغه تمه لري د لېږد پرمهال له ټرمپ سره بیا خبرې وکړي.
پولیس د هغو پېښو پلټنه کوي چې د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو راپور شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روان کال په جولای میاشت کې په پنسلوانیا کې د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال په یوه پېښه کې ټپي شو. په عین حال کې، د سپتمبر په یوه جلا پېښه کې، یو سړی د وژنې د هڅې په تور چې د ټرمپ د فلوریډا ګالف ځمکو څخه بهر د ټوپک سره ځاى پرځاى شوى و،تورن شو.