نړۍ

د قزاقستان ولسمشر روسیه «د باور وړ متحد» وباله

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف دغه هېواد ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سفر یوه تاریخي پېښه وبلله او مسکو یې یو «باوري متحد او ستراتیژیک ملګری» وباله.

د تأس خبري اژانس د خبر له مخې، ولادیمیر پوتین د ډلييزه امنیت تړون د سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره د چهارشنبې په ورځ په رسمي سفر قزاقستان ته ورسېد.

ټاکل شوې چې د روسیې ولسمشر نن (پنجشنبه، د ليندۍ ۸مه) په آستانه کې د ډلييز امنیت تړون د سازمان په غونډه کې ګډون وکړي.

په دې غونډه کې له ګډون مخکې ښاغلي پوتین د قزاقستان له ولسمشر سره وکتل او د دواړو لورو د ګډې خبرپاڼې پر بنسټ د روسیې ولسمشر ښاغلي توکایف ته بلنه ورکړه چې راتلونکی کال مسکو ته سفر وکړي.

تأس وايي، که څه هم دغه بلنه د قزاقستان د ولسمشر له خوا ومنل شوه؛ خو د دغه سفر کره وخت لا معلوم نه دی.

افغانستان د ډلييز امنیت تړون د سازمان په غونډه کې

له دې مخکې د ډلييز امنیت تړون د سازمان عمومي منشي ایمانقلي تسماګامباتوف د بیلاروس له ټلوېزیوني چینل «اېس ټي وي» سره په مرکه کې ویلي وو، چې د دغه سازمان د امنیت شورا به د آستانه په غونډه کې د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولو د پياوړتيا طرحه تصویب کړي.

هغه وویل چې «ترهګرې» ډلې په افغانستان کې په کافي اندازه شتون لري او دا «ډېره جدي مسٸله» ده.

د هغه په ​​وينا، دغه طرحه د تاجکستان او افغانستان د پولو د پراختيا لپاره يو نړيوال هدفمند پروګرام دى؛ ځکه د افغانستان مسله همدا اوس په دغه سازمان کې د بحث یوه موضوع ده.