افغانستان

طالبانو کډوالو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د همکارۍ دوه تړونونه لاسلیک کړل

د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت وايي، کډوالو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه یې له دوو کورنيو بنسټونو سره د همکارۍ دوه تړونونه لاسلیک کړي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه هوکړه ليکونو ارزښت ۱ میلیون ۲۰ زره ۱۰۲ ډالره او ۳ میلیونه ۷۶۳ زره افغانۍ دى او «د پراختیا او ټولنیزې لارې»او د« کلیو د بیارغاونې» له بنسټونو سره لاسلیک شول.

طالبان وايي چې د دې هوکړې پر بنسټ به د کلیو د بیارغاونې انسټیټیوټ په هرات، فراه او غور ولایتونو کې د کډوالو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ۱ میلیون ۲۰ زره ۱۰۲ ډالره ولګوي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لګښت سره به ۱۶۰زره ۹۰۸ کډوال خدمتونه ترلاسه کړي.

له بلې خوا د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت زیاتوي چې د پراختیايي او ټولنیزو چارو انسټیټیوټ به په کندز او بدخشان ولایتونو کې پر کډوالو د ۳ميليونه ۷۶۳ زره افغانیو په ارزښت ژمنۍ کڅوړې ووېشي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې له دغو مرستو څخه به ۲۰۰ کورنۍ برخمنې شي.

د کډوالو وضعیت

دا په داسې حال کې ده، چې له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي یو شمېر کډوال وايي، چې د ژمي په رارسېدو سره د سرپناه، کافي خوراکي توکو، روغتیايي مرکزونو د محدودیت او د پوښاک نشتوالي له ستونزو سره مخ دي.

بل خوا په ایران او پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په دې هېوادونو کې د دوی وضعیت مخ په خرابېدو دی.

په دې وروستیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي چې د راتلونکي کال له پیله به هیڅ افغان ته د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې له «عدم اعتراض» یا «اېن او سي» اجازې پرته د اوسېدو اجازه ورنه کړل شي.