نړۍ

له ١۴مياشتنې جګړې وروسته اوربند: بې ځایه شوي لبنانیان خپلو کورونو ته ستنېږي

د لبنان او حزب الله او اسرائيلو ترمنځ د ١۴مياشتو جګړې پاى ته رسېدو او د امریکا او فرانسې په منځګړیتوب د اوربند وروسته بې ځایه شوي لبنانیان خپلو کورونو ته ستنېدو په حال کې دي.

دا اوربند منځني ختیځ په کړکېچنه سیمه کې د «بې ساري ډیپلوماټیک کار» په توګه ستایل شوی دی.

رویټرز خبري اژانس دغه جګړه د «اسرائیلو او د لبنان د حزب الله تر منځ تر ټولو خونړۍ جګړه» بللې، چې په غزه کې د حماس پر ضد د اسرائیلو د جګړې له پیل راهیسې پیل شوې او په ترڅ کې یې د ملکي وګړو په ګډون تر ۳۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

په ورته وخت کې، حزب الله ویلي چې د دې ډلې جنګیالي «د دښمن (اسرائیل) د موخو او ارمانونو سره د مقابلې لپاره په بشپړ ډول مجهز دي» او د دوی ځواکونه له لبنان څخه د اسراٸيلي ځواکونو د وتلو څارنه کوي.

د لبنان د روغتیا وزارت په وینا، د اوربند موخه د اسراٸيل او لبنان په پوله کې د شخړې پای ته رسول دي، چې د تیر کال د غزې د جګړې له پیل راهیسې په لبنان کې لږترلږه ٣زره٧٦٨ کسان وژل شوي دي.

اوربند او شرایط یې

د لبنان د حزب الله او اسراٸيلي پوځ تر منځ اوربند پرون (چهارشنبه، د ليندۍ ۷) پر ځايي وخت د سهار په څلورو بجو پيل شو او هغه مهال عملي شو، چې د امريکا ولسمشر جوبایډن د سه شنبې په ورځ وويل، چې د دواړهدخواووې د متحده ایالاتو او فرانسې په منځګړيتوب يوې هوکړې ته رسېدلي دي.

دا هوکړه د اسراٸیلو او لبنان په پوله کې د جګړې پای ته رسولو ته لاره هواروي چې تیر کال د غزې د جګړې له پیل راهیسې زرګونه کسان پکې وژل شوي دي.

دغه هوکړه د سه شنبې په ورځ د اسرائیلو د امنیتي کابینې له خوا په لسو همغږو او یوې منفي رایې تصویب شوه.

بايډن په سپینه ماڼۍ د سه شنبې ورځې په وینا کې وویل چې اوربند د تل لپاره د دښمنۍ پای ته رسولو لپاره طرحه شوی. د حزب الله او نورو “ترهګریزو سازمانونو” پاتې شونو ته به اجازه ورنکړل شي چې یو ځل بیا د اسراٸیلو امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

د امریکا ولسمشر ویلي دي چې اسراٸیل به په تدریجي ډول خپل ځواکونه د ۶۰ ورځو په موده کې وباسي او د لبنان پوځ د اسراٸيلو سره د هېواد پولې ته نږدې سیمې کنټرول کړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې حزب الله هلته خپل زېربنا بیا نه رغوي.

هغه وايي، «د دواړو غاړو ملکي وګړي به ډېر ژر وتوانېږي چې په خوندي توګه خپلو ټولنو ته ستانه شي.»

په ورته وخت کې یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی رویټرز ته ویلي چې امریکا او فرانسه به د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو سره یوځای شي او د لبنان له پوځ سره به د احتمالي اوربند د سرغړونو د مخنیوي لپاره همکاري وکړي. خو د امریکا جنګي ځواکونه په لبنان کې نه ځای پر ځای کېږي.