سویلي آسیا

د بښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې د لاريون کوونکو پر د «وژونکې ځپنې» په اړه د رڼې څېړنې غوښتنه وکړه

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د پلویانو له خوا د درې ورځنيو لاريونونو له پای ته رسېدو وروسته د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له خوا د دغو لاريون کوونکو د «وژونکي ځپنې» په اړه د رڼو څېړنو غوښتنه وکړه.

دغه سازمان پر اېکس لیکلي: «یو ځل بیا په پاکستان کې لاريونوال وحشیانه او وژونکي ځپنې سره مخ شوي چې د دغه هېواد د چارواکو له خوا په بې رحمانه ابهام کې پوښل شوي دي. د لاريونوالو د وژونکي ځپنې په اړه سمدستي او رڼې څیړنې ته اړتیا ده.»

پاکستاني رسنیو ویلي دي چې د دغو لاريونونو په ترڅ کې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له خوا ۹۵۴ تنه نیول شوي دي.

په دغو لاريونونو کې چې د تحریک انصاف ګوند د مشر او د پاکستان د پخوانی لومړی وزیر عمران خان د خوشی کولو په موخه ترسره شول، د دغه هېواد د څلورو پوځیانو په ګډون شپږ کسان ووژل شول.

د اعتراضونو پراخېدل

د راپورونو له مخې په دغو لاريون کې شاوخوا لس زره کسانو برخه اخیستې وه؛ خو د پاکستان امنیتي ځواکونو چې شمېر یې ۲۰ زرو ته رسېده، د «لاريون کوونکو د ځپلو»لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست.

د اسلام آباد په ریډ زون کې د امنیتي ځواکونو او عمران خان د پلویانو تر منځ له یوې ورځې نښتو وروسته چې د تحریک انصاف ګوند د مشرتابه له وتلو سره پای ته ورسېده، دغه ګوند د چهارشنبې په سهار اعلان وکړ چې خپله پلان شوې غونډه د زیاتې مرګ ژوبلې د مخنیوي او د د خلکو د وژلو د پاى ته رسولو په موخه «د اوس لپاره» پای ته رسوي.

د لاریونونو له پای ته رسېدو وروسته، د جنوبي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان مرستیال، بابو رام پانت وویل: «د تاوتریخوالی شدت، د ګرځنده موبایل او انټرنیټي خدماتو بندول، ډله ییزې نیونې او د پاکستاني چارواکو له خوا د تحریک انصاف د لاريونوالو په وړاندې د خبرداري بیانونه د خلکو د زغم نشتوالي د بېلګې کیسه کوي. خلک په ټول هیواد کې د سوله يیزو غونډو د ازادۍ حق لري.»

هغه زياته کړه، چې د روان کال په پيل کې بلوڅ او پښتانه لاريون کوونکي د ورته ظلمونو شاهدان وو.

دغه لاريونونه د ليندۍ په څلورمه وروسته له هغه پيل شول چې د پاکستان د پخواني لومړي وزير عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند پلويانو اعلان وکړ چې له بنده د ښاغلي خان د خلاصون لپاره پراخ لاريونونه پيلوي.

وروسته له هغه چې اعتراض کوونکو لاریون پیل کړ، د پاکستان امنیتي ځواکونه چې د پاڅون ضد پر تجهیزاتو سمبال وو د دغه هېواد په پلازمېنه کې د ځای پر ځای شول او اسلام آباد ته غځیدلې لویې لارې یې د بار وړونکو کانټینرونو په اېښودلو بندې کړې.

په ورته وخت کې د پاکستان حکومت هم په ډېرو سیمو کې د ګرځنده موبایل او انټرنیټي خدمتونه بند کړي دي.