افغانستان

ملګري ملتونه: د مصنوعي نشه يي توکو زیاتوالی په افغانستان کې عامه روغتیا «ګواښي»

ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د مصنوعي نشه یي توکو زیاتوالی د دې هېواد د ټولنې عامه روغتیا «ګواښي».

دغه سازمان وايي چې د هیروٸنو او تریاکو تر څنګ د مصنوعي نشه یي توکو لکه میتامفیتامین (شیشې) کارول په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو دي.

د دې راپور له مخې، د میتامفیتامین روږدي اوس مهال په هېواد کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو زیاتېدونکي برخه جوړوي، او په ورته وخت کې، د درملنې اړتیاوې پېچلې کوي او په دې برخه کې پر «محدودو سرچینو» فشار راوړي.

په دغه راپور کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام هغه راپور ته په اشارې، چې په هېواد کې یې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې د ظرفیت په اړه یوه سروې ترسره کړې، خبرداری ورکړل شوى، چې له هدفي مداخلو پرته د مصنوعي نشه‎يي توکو خپرېدل د افغانستان د عامې روغتیا په برخه کې بحران لا ژور کولاى شي.

په افغانستان کې د نشه يي توکو په تولید کې زیاتوالی

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر د چهارشنبې په ورځ (ليندۍ۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې د تریاکو تولید د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه ډېر شوی دی.

په دغه راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۴ کال کې به په هېواد کې د اپینو تولید ۴۳۳ ټنو ته ورسېږي. په داسې حال کې چې دا شمېره د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیاته ده.

د سږ کال د تریاکو د تولید ارزښت ۲۶۰ میلیونه ډالره اټکل شوی، چې د تېر کال په پرتله ۱۳۰ سلنه (۱۳ برابره) زیات شوی دی. خو لاهم په ٢٠٢٢کال کې د خپل ارزښت په پرتله ٨٠سلنه ټيټ دی.

دغه سازمان وايي، په افغانستان کې د کوکنارو تولید لا هم د ۲۰۲۲ کال په پرتله چې طالبانو د کوکنارو پر کښت بندیز اعلان کړی و، ۹۳ سلنه کم شوى دی.

په دغه خبرپاڼه کې د دغه بنسټ وروستي راپور ته په اشارې سره چې د نومبر په شپږمه خپور شو، راغلي چې د تېر کال په پرتله د کوکنارو کښت ۱۹ سلنه ډېر شوی دی.

دغه بنسټ وايي، په روان کال کې پر ۱۲زره ۸۰۰ هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.

روغتيايي مرکزونو ته د ښځو د لاسرسي محدودیت

ملګري ملتونه وايي، د ښځو پر کار او اړوندو خدمتونو محدودیتونو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاس رسی سخت کړی دی.

په دغه راپور کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د سروې موندنو ته په اشارې ویل شوي چې په هېواد کې د معتادینو د درملنې له ۸۲ فعالو مرکزونو څخه یوازې ۱۷ سلنه یې ښځو ته ځانګړي شوي او دغه خدمات د ښځینه ناروغانو د لاسرسي وړ دي. په داسې حال کې چې یو پر دریمه برخه ولايتونو کې؛ ډیری مېرمنې کافي روغتيايي پاملرنې ته لاسرسی نلري.

سازمان زیاتوي چې د يو اېن ډي پي سروې ښیي چې د وړ روغتيايي کارکوونکو شمېر، اړین تجهیزات او د زېربناوو بوديجه ډېره کمه شوې ده.

د ملګرو ملتونو په وینا، په هېواد کې د روږدو کسانو د درملنې مرکزونه ٧٢سلنه په بشپړ یا نږدې بشپړ ظرفیت سره کار کوي؛ خو ډیری یې لومړني سرچینې نلري لکه نالکسون؛ د ژغورنې درمل چې د افينو له حده ډېر خوراک لپاره کارول کېږي.