افغانستان

کرملین: د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د اېستلو پرېکړه لا نه ده شوې

د افغانستان په لوېدیځ هرات ښار کې د طالبانو دوه غړي . انځور له آرشیف څخه.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي، مسکو تر اوسه د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د اېستلو پرېکړه نه ده کړې. نوموړي له طالبانو سره د اړيکو پر پياوړتيا د ټينګار تر څنګ زياته کړه، چې په دې اړه هر ډول پرېکړه له وروستۍ کېدو وروسته کېږي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په روسیه کې د ترهګرو ډلو له لېست څخه د طالبانو د نوم د ایستلو بهیر وروستي پړاو ته رسېدلی دی. دا ادعا وروسته له هغه وشوه چې د طالبانو یوه پلاوي د روسیې د امنیت شورا له منشي نیکولای پاتروشیف سره وکتل.

د طالبانو د موقتي له اېستلو لپاره د روسیې د پارلمان پلان

په ورته وخت کې اېنټرفاکس خبري اژانس خبر ورکړی، چې د روسیې د پارلمان ځینو غړو یوه طرحه وړاندې کړې چې پر بنسټ به یې طالبان په موقت ډول د ترهګرو ډلو له لېست څخه وایستل شي.

دیمیتري پیسکوف په دې اړه وویل: « د افغانستان له مشرتابه او هغو ځواکونو سره چې په دغه هېواد کې واک لري، د اړیکو ټینګول او د تعامل رامنځته کول د روسیې لپاره ډېر مهم دي. خو د ترهګرو ډلو له لېست څخه د طالبانو د ایستلو په اړه هر ډول پرېکړه به له وروستۍ کېدو وروسته اعلان شي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان په اړه ډیپلوماټیک خوځښتونه زیات شوي دي. له طالبانو سره د خبرو لپاره د روسیې یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته راغلی او د چین ځانګړی استازی هم کابل ته تللی او اسلام آباد او ترکمنستان ته له سفرونو وروسته یې له طالب چارواکو سره کتلي دي. پر دې سربېره د ایران ځانګړي استازي تېره اوونۍ په کابل کې له طالبانو او یو شمېر سیاسي څېرو او دیپلوماتیکو ماموریتونو سره له اوو زیاتې ناستې درلودې.

له طالبانو سره د روسیې د چلند په اړه د کارپوهانو نظر

شنونکي وايي، روسیه له طالبانو سره د اړیکو د تازه کولو او په افغانستان کې د خپل نفوذ د پیاوړي کولو په لټه کې ده. دا هڅې په ځانګړې توګه د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ له بریا او د افغانستان په اړه د هغه د دریځونو له بدلون وروسته زیاتې شوې دي.

د امنیتي مسایلو کارپوه محمد رادمنش وايي:«طالبان د نړۍ د سترو قدرتونو د سیالۍ محصول دي او د سیمې د هېوادونو استخباراتي کړۍ د هغوی په سمبالولو او کنټرولولو کې لوی رول لوبوي. اوس سیمه ییز قدرتونه هڅه کوي چې له طالبانو څخه د یوې وسیلې په توګه په استفادې د افغانستان او لوېدیځ ترمنځ واټن رامنځته کړي.»

د پوهنتون استاد اسحاق اتمر هم وايي:«په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په اړه سیمه ییزې مشورې ګړندۍ شوې دي. روسیه، چین او ایران د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې په افغانستان او سیمه کې د خپل نفوذ د پیاوړي کولو لپاره له طالبانو سره خبرې اترې کوي.»

طالبانو ویلي چې له روسي پلاوي سره یې په لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.